په کابل کې د ایساف د مرکزي قومندانۍ مخې ته د وژل شوي افغان د کورنۍ غړو، چې په مخونو کې یې د ویر نښې ښکاریدې وویل، له وژل کیدو څلورویشت ساعته وروسته هم دوی د مړي جسد نه دی ترلاسه کړی.
د دوشنبې په ورځ غرمه مهال دوی خبریالانو ته وویل، تراوسه په دې اړه هیڅ معلومات نه لري، چې د کورنۍ غړی یې حشمت الله څرنګه او په څه دلیل په ډزو وژل شوی دی.
د وژل شوي کس ورور وویل، یوویشت کلن حشمت الله د تیرو دوو کلونو راهیسې د ایساف په قومندانۍ کې د تیلو په ټانک کې د یوه عادي کارکوونکي په توګه کار کاوه. احمد فواد وویل، ایساف ځواکونه باید د پيښې په اړه معلومات ورکړي او د وژل شوي کس دیت ورکړي:
″زه نه پوهیږم، هلته څه شوي، هلته خو د تیلو ټانک دی، باید ډز ونشي، ځکه چې تیل اور اخلي او چاودنه کیږي. نه پوهیږم چې دا کومه دسیسه ده، په غلطۍ سره ډز شوی او که څه خبره ده.
دوی چې وايي، په غلطۍ سره ډز شوی باید عدلي طب ته واستول شي او معاینه وشي. که په غلطۍ سره هم شوي وي، باید د وینې پيسې یې راکړي، چې موږ یې تکفین او تدفین وکړو.″
د وژل شوي کس ورور له دولت نه وغوښتل، چې د پيښې په اړه تحقیقات وکړي.
بل خوا د ایساف ځواکونو چارواکي پيښه تاییدوي خو وايي، قصدي نه ده رامنځ ته شوې.
د دغو ځواکونو ویاند کرسټن جکوبسن له خبریالانو سره په خبرو کې د وژل شوي کس له کورنۍ سره غمرازي وښودله او ویې ویل، چې د پيښې په اړه تحقیقات کیږي:
″دا د وسلې د خالي کولو یوه پیښه وه او موږ یې په اړه تحقیقات کوو. اجازه راکړئ، چې له دې موقع څخه په استفادې سره موږ ټول د هغه ځوان له کورنۍ سره غمرازي وښیو، چې تیره ورځ په غمجنې پيښې کې ووژل شو.″
ایساف ځواکونو د ملکي خلکو د وژل کیدو په اکثرو مواردو کې د تحقیقاتو کولو خبره کړې، خو د راپورونو له مخې د ډیرو کمو دارنګه تحقیقاتو نتایجې یې اعلان کړي دي.
په عین حال کې دغه ځواکونه تراوسه پورې د کوم قانون له مخې افغان دولت او خلکو ته مسووله نه دي.
افغان دولت وايي، د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرو کې په دې ټینګار کوي؛ چې د بهرنیو ځواکونو دارنګه چلند باید پای ته ورسیږي.