د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۶

ناروې:بیرنګ بریفیک په خپل عمل پښیمانه نه دی


مشکوک تروریست اندریس بیرنګ بریفیک
مشکوک تروریست اندریس بیرنګ بریفیک
په ناروې کې پولیس وايي، هلته د وروستیو حملو په تورنیول شوي مشکوک تروریست اندریس بیرنګ بریفیک د په هغه کوچنی ټاپو کې چې څه موده مخکې یې پر خلکو ډزې وکړې، تر تګ وروسته هېڅ ډول افسوس او په خپل عمل پيښماني نه ده څرګنده کړې.

پولیسو د شنبې په ورځ دا سړی هغه ټاپو وروست چېرته چې ده د جولای په ۲۲ نیټه د ځوانانو په غونډه کې لږترلږه نهه شپیته تنه ووژل.

د حملې ځای ته د ده له تګ څخه په اخیستل شوې ویډیو، کې مالومیږي، چې دی په سړه سینه هغه ځایونه په ګوته کوي چې خلک یې ویشتي دي.

د ناروې د پولیسو یوه مامور پال فردریک کرابي د یک شنبې په ورځ وویل، چې بریفیک د دې سفر په وخت ارام وو او په جزیاتو یې خبرې کولې.

″دا واضح ده، چې مشکوک مجرم ټاپو ته د بیرته تګ په وخت ناراحته نه و. البته نه غواړو چې پردې مساله نوره تبصره وکړو، خو د هغه په حرکاتو کې د پيښمانۍ هیڅ اثر نه لیدل کیده.″

بریفیک چې ګومان کیږي له ښي اړخو افراطي ډلو سره ارتباط لري، په تروریستي فعالیتونو کې د لاس درلود په خاطر د مجرم پیژندل کیدو په صورت کې په لږترلږه یویشت کاله بند محکومیدای شي.
XS
SM
MD
LG