د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۸

"ولسي جرګه دې ړنګه شي"


په کونړکې ديني عالمانو، قاضيانو او څارنوالانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسي جرګې له خوا ولسمشر،د سترې محکمې او د څارنوالۍ رئيسانو ته شوې سپکاوى وغنده.

له ولسمشره يي وغوښتل، چې بايد ولسي جرګه ړنګه کړي ځکه چې نږدې يو کال کيږي چې دوي د هېواد پر ګټه هيڅ يوه خبره نه ده کړې نو د داسې شورا له شتون څخه نه شتون غوره دى.

د استناف محکمې د جزا د ديوان رئيس مولوي شمس الرحمن وويل، اوسنې ولسي جرګه کې د افغانانو پر ځای د بهرنيانو استازي دي او کوښښ کوي ستونزه نوره هم خطرناکه کړي.

د کونړ د استیناف څارنوال محمد شعيب ازادۍ راډيو ته وويل، د ولسي جرګې زيات شمېر غړي په غيرې قانوني توګه پارلمان ته تللي دي او هيڅ ډول مشروعيت نه لري.

هغه وويل، له کومې ورځې څخه چې نوې ولسي جرګه پرانیستل شوی، د هېواد او هېوادوالو د ګټې د پاره يي هيڅ خبره نه ده کړې، بلکې هڅه شوې چې په افغانستان کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ستونزې پيدا کړي او داسې کارونه ترسره کړي چې قانون ورته اجازه نه ده ورکړی.

محمد شعيب وايي، پارلمان ته داسې کسان هم تللي، چې په بشپړ ډول بې تعليمه دي، نه له خپل حقه خبر دي او نه هم د نورو، داسې خبرې او پريکړې به کوي چې د افغانستان د ټوټه کيدو لامل وګرځي.

مولوي عبدالرازق وويل، د نوي ولسي جرګې له جوړېدو نږدې يو کال پوره کيږي، داسې کار يي ونه کړ چې د هېواد پر ګټه وي ټول وخت د رئيس پر ټاکنه، محکمې او څارنوالۍ سره پر لانجه او پر نورو شخصي مسلو تير کړ.

خلک وايي، ولسي جرګه د قانون جوړونې مرجع ده، خو د قانون پلي کولو واک د نورو ادارو په لاس کې ده ، لازمه ده د روانې شخړې د پای ته رسېدو د پاره ټولې غاړې قانون ته غاړه کيږدي او له خپلو شخصي ګټو څخه تير شي.
XS
SM
MD
LG