د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۶

معترضو کاندیدانو د حاجي ظاهر قدير پرڅرګندونو عکس العمل وښود


داوود سلطانزوی وویل، چې که موږ وغواړو هر کار کولای شو.
داوود سلطانزوی وویل، چې که موږ وغواړو هر کار کولای شو.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر کرزي د وروستي حکم په اړه سخت دریځ خپل کړی، معترضه کاندیدان بیا د دغه حکم د ژر تر ژره عملي کولو غوښتنه کوي.

یو شمېر معترضه کاندیدان د شنبې په ورځ یوې خبري غونډه کې افغان ولسمشر ته خبرداری ورکړ، چې که د استیناف د محکمې پریکړه عملي نه شي نو دوی به په احتجاجونو لاس پورې کړي.

معترضه کاندید داود سلطان زوی وویل، چې که دوی وغواړي هر کار کولای شي.

″په یو وطن کې چې خلکو د شرعیت د ژوندي ساتلو لپاره په قرنونو جهاد کړی، هلته چې د محکمې حکم تطبیق نه شي او د افغانستان خلک هم په دې پوه شي، چې شرعیت نه تطبیقیږي، تاسو څه فکر کوﺉ چې هلته به څه وشي؟

د افغانستان خلک هېڅ کله د غلو ارادو ته نه تسلیمیږي:

هر څه امکان لري د لارو له بندولو نیولې تر ډېرو لویو کارونو پورې. د افغانستان خلک د څو غلو او د څو تحریګرو زورګویو خلکو ارادو ته نه تسلیمیږي او هېڅ کله هم تسلیم شوي نه دي.″

معترضه کاندیدان دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د جمعې په ورځ د دې بر خلاف د سیاسي اپوزیسیون غړیو د یوې غونډې په ترڅ کې افغان حکومت ته د انتخاباتو په پایله کې دلاس وهنې په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې نور نو باید د ټاکنو کار د ټاکنو خپلواک کمیسون ته پریږي او حکومت باید مداخله ونه کړي.

نه به پارلمان پارلمان شي او نه به نظام نظام شي او د افغانستان تول خلک پوه شول چې دوی د پارلمان او حکومت د جوړولو په هڅه کې نه دي د ورانولو په هڅه کې دي.


په دغه غونډه کې چې معترض کاندید کبیر رنجبر له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه وکړه، چې هغه ژمنه یې چې له معترضه کاندیدانو سره کړې وه، هغه دې عملي کړي.

ښاغلي رنجبر وویل، چې ولسمشر کرزي ژمنه ورسره کړې وه، چې د ځانګړې محکمې هره پریکړه به مني.

همدا راز د تغیر او امید ایتلاف نه درې تنه راغلیو هم د تغیر او امید په ایتلاف باندې د نیوکې تر څنګ وویل، چې ټولې ستونزې د سیاسي اپوزیسیون له خوا رامنځ ته شوې دي.

″اجنډا روښانه شوه، چې دا یوه سیاسي اجندا وه، له کومې ورځې چې پارلمان پرانیستل شوی تر پرونه پورې نه وه معلومه، خو پرون ایله څرګنه شوه، ټول پټ لاسونه راڅرګند شول او د پردې مخې ته راغلل او معلومه شوه، چې دا یوه سیاسي لوبه وه.

نه به پارلمان پارلمان شي او نه به نظام نظام شي او د افغانستان تول خلک پوه شول چې دوی د پارلمان او حکومت د جوړولو په هڅه کې نه دي د ورانولو په هڅه کې دي.

نو ځکه خو موږ یو ځل بیا وایو، چې هر هغه څوګ چې د دغې پریکړې ملاتړ ونه کړي موږ له هغوی سره نه یو.″

افغان ولسمشر د تیرې چهار شنبې په ورځ د یو حکم په صادرولو سره د ټاکنو د پایلو پریکړه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته پریښوده.

دا په داسې حال کې ده چې لا معلومه نه ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون به په دې هکله څه پریکړه وکړي، خو د ولسي جرګې غړي بیا وایي، چې ولسمشر کرزي د ټاکنو په خپلواک کمیسون زور اچولی څو د استیناف د محکمې پریکړه ومني.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG