له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف د غړو اعتراضي ناستي دریمه ورځ هم دوام وکړه او حکومت ته یې خبردارۍ ورکړ، که یې غوښتني ونه منل شي، اعتراضونه به یې د ارګ تر دروازو ورسیږي.
د دې ایتلاف رییس حاجي ظاهر قدیر د جمعې په ورځ په کابل کې د هیواد د بیلا بیلو سیمو د سلګونو اوسېدونکو او ځینو سیاسي څېرو په مخکې وویل، چې افغان حکومت په ډیره هوښیاري ځان د انتخاباتو له ستونزمنې موضوع څخه وایست او مسوولیت یې د انتخاباتو د کمېسیون پر غاړه واچو.
ښاغلي ظاهر پر حکومت دا انتقاد هم وکړه، چې ولې یې د کابینې پاتې غړي ولسي جرګې ته د باور رايې د اخیستلو لپاره نه دي ورپیژندلي، ده وویل تر هغو به یې اعتراضونه دوام وکړي، چې حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلی.
“دا اعتراضي ناستې به د ارګ ماڼۍ تر دروازو پورې رسیږي، که دې پام ونه کړ، که دې تیروتنې اصلاح نه کړې، بیا هغه وخت موږ له تا څخه نه غواړو، چې ښاغلی ولسمشره راشه موږ د ارګ څلورو دروازو ته راغلي یو او قانون پلی کړه.
بیا درته وایو، چې ښاغلی ولسمشره په شریفانه توګه استعفا ولیکه او الله دې مل شه.”
ظاهر قدیر د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون له رییس فضل احمد معنوي څخه په جدي توګه وغوښته، چې سیاسي لوبې ته ځان ورنه کړي او له خپل دریځه وانه وړي.
بل خوا د تغیر او امید ایتلاف او د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف ملاتړ اعلان کړ.
امرالله صالح د دې ایتلاف غړو ته وویل، چې په هر حال کې یې ملاتړ کوي
“د خلکو د استازو د دې امنیت غوښتونکي غږ ملاتړ کوو، په دې ملاتړ کې که اړتیا وي لفظي وي ملاتړ مو کوو، په کومه ورځ چې سیاسي اړتیاوي سیاسي ملاتړ دی او کومه ورځ چې اړتیاوي ستاسو مخته به حاضر یم او ستاسو غږ ته لبیک وایم.”
خو افغان حکومت دې غوښتنو ته په ځواب کې وايي، په کومه ورځ چې د ولسي جرګې ستونزې حل شي، د کابینې پاتې غړي به د باور رايې د اخیستلو لپاره ورولیږي او د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه وروستۍ پرېکړه د انتخاباتو کمېسیون کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سیامک هروي:
“دوستان چې د پارلمان له دننه په دې اړه اندېښنه لري، دوی دې انتظار وکړي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون وروستۍ پرېکړه څه ده.
بله موضوع چې ولې افغان حکومت د کابینې پاته غړي ور ونه پیژندل، هغه هم خپله په پارلمان کې له اوله ستونزې وې، چې دا ستونزې د انتخاباتو په خاطر وې.
حکومت به تر هغو انتظار وي، چې د پارلمان دننه ستونزې حل شي او بیا به د کابینې پاته غړي ور وپیژني.”
د تیرې چهار شنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه فرمان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو د وروستۍ پرېکړي صلاحیت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورکړ.
د ولسي جرګې ځني غړي وايي، چې ولسمشر کرزي د انتخاباتو د کمېسیون رییس ته ویلي، چې د انتخاباتي درغلیو او شکایتونو د څېړلو د ځانګړې محکمې پرېکړه ژر عملي کړي.
خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا اندېښنه بې ځایه ده، چې ګواکي ولسمشر کرزي ده ته ویلي، چې د ځانګړې محکمې پرېکړه عملي کړه.
راپور: معصوم میوند