نشنل انټرسټ:
امریکا چاپ نشنل انټرسټ خپرونې په وروستۍ ګڼې کې،په افغانستان او عراق کې د پاتې کېدو هلې ځلې – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:
د خواشیني خبره دا ده، چې ځيني پوځیان، سیاست وال او پوهان په ظاهر کې غواړي، چې متحده ایالات باید لږ تر لږه څو نور کلونه هم په عراق کې پاتې شي او په همدې ډول د افغانستان په اړه ناسنجول شوی کمپاین کیږي چې امریکا باید په دې هېواد کې دائیمي اډې ولري.
د دغې مفکورې ملاتړې وایي، امریکا له شپیتو کلونو وروسته هم د جرمني، جاپان او جنوبي کوریا په څېر هېوادونو کې پوځي حضور لري، خو پوښتنه دلته ده، چې واشنګټن به په افغانستان او عراق کې له خپل پوځي حضور څخه د یادو هېوادونو په څېر نتیجه تر لاسه کړي؟ او د امریکا د اوږدې مودې پوځي حضور به کوربه هېوادونو او په خپله امریکا ته ګټه ورسوي؟
خپرونه لیکي:
له دغې مفکورې او لید څخه داسې بریښې چې له تېر تاریخ څخه بې خبرې ډېره خطرناکه ده، په دې معنی چې د امریکا د اوږدې مودې متحدانو (جرمنی، جاپان او جنوبي کوریا) او د افغانستان او عراق د متزلزلو جنګي جبهو تر منځ زیات توپیر موجود دی.
په نورو مسلو سربېره، د جاپان، جرمني او جنوبي کوریا هېوادونه با ثباته دي ، ټولنې یي په خپلو کې سختې تړلې او مظبوطې دي او د امریکا په وړاندې یي تل د دوستۍ ثابت دریځ ښوودلی او ساتلی دی.
برعکس، افغانستان او عراق مات ګوډ هېوادونه دي او بنسټونه یا نهادونه یي هم متمرد او اندک رنجه دي،په دې هېوادونو کې زیات شمېر خلک له امریکا څخه کرکه لري.
نشنل انټرسټ خپرونه وړاندې لیکي:
په جاپان، جرمني او جنوبي کوریا کې دېره امریکایي ځواکونو ته هیڅ کوم خطر یا ګواښ نه دی متوجه شوی، خو په عراق او افغانستان کې تل دا ځواکونه له خطر سره مخامخ شوي او په راتلونکی کې د وضعې د ښه کېدو کومه نښه نښانه هم نه تر سترګو کیږي.
USA Today:
امریکا چاپ بلې خپرونې USA Today په وروستۍ ګڼې کې: له افغانستان څخه ووځۍ – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکي:
د افغانستان جګړې زړه دردونکي ځانې او مالي زیانونه رامنځ ته کړل او د امریکا د متحده ایالاتو اقتصاد یي هم ویجاړ کړ.
په دې سربېره په افغانستان کې زموږ حضور متحده ایالات نه امن کوي او دغه راز د افغانستان د خلکو په ژوند کې د نظر وړ کوم بدلون هم نه روالې.
په دې توګه د دې وخت را رسیدلې چې موږ له دې هېواد څخه پښې سپکې کړو.
خپرونه لیکي:
القاعده وسله وال چې زموږ د پوځي ماموریت اصلې هدف و، دا مهال پاکستان، یمن او سومالیا ته تښتېدلې .
زموږ عسکرو په افغانستان کې ثبات ټینګ نه کړای شو، دغه راز زموږ سترو مالي مرستو هم افغانان سوکاله نه کړل او لا هم افغانان د نړۍ د بې وزلو کسانو په ډله کې دی، په هرو پنځو ماشومانو کې یو یي پنځه کلنۍ ته له رسیدو مخکی مري او په دې هېواد کې د خلکو اوسط عمر ۴۵ کاله دی.