په ولسې جرګه کې یو شمیر وکیلان خبرداری ورکوي، چې که د ځانګړې محکمې حکم پلی شي، دوی به په اعتصاب او چوپتیا لاس پورې کړي او تر هغې به بله هیڅ یوه اجنډا کار نه کړي، چې د ولسې جرګې برخلیک نه وې معلوم شوی.
د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي په هغه حکم کلکې نیوکې وکړې، چې وایي، د ځانګړې محکمې حکم باید عملي شي.
یو شمېر وکیلان وایي، چې د ځانګړې محکمې د حکم عملي کیدل په هیواد کې یو سیاسي بحران رامنځته کوي، چې هیڅ حل نه لري.
یو شمیر وکیلان په خپلو خبرداریو کې داسې څرګندونې کوي:
″ ۱- لکه چې دا رسمیات خلاص شي، زموږ په ولسي جرګه کې تحصن دی، پس له دې نه که منفي وي او کنه مثبت ″سلطانه″ مسوول یې ته یې او ځواب ګوی یې ته یې.
له کومې زاویې وغږېږو؟
۲ – هغه وخت به موږ اجنډا ته ځو، چې زموږ حیثیت خوندي شي. زموږ موفق چې موږ په دې وپوییږو چې موږ وکیل یو، څو د وکیل له زاویې نه وغږېږو او یا موږ عادي افغانان یو، چې د عادي افغان له زاویې نه وغږېږو.″
په ورته وخت کې، د ولسمشرۍ له ماڼې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې، د موضوع حقوقي اړخ ژر تر ژره وروستۍ کړي.
همداشان په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه حکم په صادرولو سره، د ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې انتخابات پرته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څخه، وروستی ګڼل کیږي.
د ځانګړې محکمې د فیصلې له مخې، ۶۲ معترض کاندیدان بریالي اعلان شوي او باید په ولسي جرګه کې د ۶۲ وکیلانو څخه د وکالت حق واخیستل شي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازو په ځانګړي ډول د افغان ولسمشر څخه وغوښتل، چې د ځانګړې محکمې د فیصلې حکم دې بېرته واخلي.
پرته له دې چې شورا باید په یووالي سره تصمیم ونیسي، نه د خلکو لپاره بلکې د اساسي قانون د ژغوریدو، د خلکو د ارادو او د ډیموکراسي لپاره.
قانوني
په ولسې جرګه کې یو تن استازی محمد یونس قانوني د حکم په اړه وایي:
″د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې بحران، د یو پلان شوي قصدي او عمدي بحران جز دی، چې یو بحران په افغانستان کې رامنځته شي او د راتلونکو انتخاباتو لپاره چې په ۲۰۱۳ کې ترسره کیږي، زمینه برابره کړي.
څوک په دې نه پوهیږي، چې دا یو تنظیم شوی بحران نه دی؟ څوک نه پوهیږي، چې دغه بحران سیاسي حل نه لري؟ په بشپړ ډول دا په ډاګه ده.
پرته له دې چې شورا باید په یووالي سره تصمیم ونیسي، نه د خلکو لپاره بلکې د اساسي قانون د ژغوریدو، د خلکو د ارادو او د ډیموکراسي لپاره.″
د ولسي جرګې د تیرکال د انتخاباتو د جنجالونو د حل لپاره افغان ولسمشر د ځانګړی محکمې فرمان ورکړ. ځانګړې محکمې دوه میاشتې مخکې د خپلې فیصلې اعلان، چې دغه فیصلې بیا هم افغان ولسمشر د استیناف محکمې ته راجع کړی.
د ټاکنو کمیسیون د ولسمشر کرزي سپارښتنه:
د استیناف د پریکړې وروسته، افغان ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارښتنه کړې، چې د یوې اوونې په ترڅ کې ۶۲ وکیلان باید ولسي جرګې ته وروپیژني.
خو په ولسي جرګه کې یو شمېر هغه استازي، چې نومونه یې د ویستونکو وکیلانو په لست کې دي، په کلکه اعتراض کوي چې ولسمشر کرزی باید د دغه حکم د پلې کیدو څخه لاس پر سر شي.
راپور: مخفي عزیزي