سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د کېفیت د ښه والي د ملي ستراتيژۍ بشپړېدل، لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو وایي، چې د دې ستراتيژۍ د پلي کېدو لپاره، مسلکي کادرونو، مجهزو وسایلو، کافي بودجې او بنیادونو ته ضرورت شته.
د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د روغتیایي خدماتو د کیفیت د ښه والي ستراتیژي بشپړه او د دوشنبې په ورځ یې یوې مسلکي غونډې ته د چارو یوشمېر کورني او بهرني متحصصین په کې وو، وړاندې کړه.
په غونډه کې د عامې روغتیا د وزارت مرستیالې ډاکترې نادره حیات وویل، چې په دې ستراتیژي کې د داسې روغتیایي ستونزو اواری ته پاملرنه شوې ده چې د انسان په ژوند کې مهمې دي. نادره حیات وویل:
″موږ دغونډې له ټولو ګډون والو موسسو هیله کوو، چې د دې ستراتیژۍ په پلي کولو کې مرستې وکړي.″
دغه ستراتیژي د نړېوالو په مرسته په مرسته په څو کلونو کې بشپړه شوې:
دعامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د کیفیت د ښه والي د ملي ستراتیژي د یو. اېس. اېډ یا د امریکا د متحدو ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې، د نړۍ د روغتیایي سازمان، جاییکا او داسې نورو بهرنیو ادارو په مرسته په وروستیو څو کلونو کې بشپړه شوه.
سره له دې، چې د عامې روغتیا وزارت خلکو ته د متوازنو روغتیایي خدماتو د رسولو په مقصد د دوی د هڅو خبر ورکوي، خو خلک وایي،
په دې لاره کې یولړ نیمګړتیاوې شته چې، روغتیا یې له ګواښ سره مخ کړې ده.
د کابل ښاریوه اوسیدونکې ″کندهارۍ″ ازادي راډیو ته وویل:
″او س مهال د مرکز او ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې د ډاکترانو، وسایلو او ځای د کموالي ستونزې شته، هیله ده دولت او بهرنۍ موسسې د دغو ستونزو په اواري کې مرستې وکړي.″
د نړیوال روغتیایي سازمان استازی ډاکتر شاډول وویل، د دې ستراتیژۍ پلي کېدل به په دې هېواد کې خلکو ته د روغتیایي خدماتو په رسولو کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي:
″نن موږ ټولو ته یوه مهمه ورخ ده، ځکه چې یوه ستراتیژۍ په کې وړاندې شوه، د دې پلي کولو ته باید ډیر دقت وشي او مرسته وشي، چې په افغانستان په ښه توګه پلي شي.″
د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ستراتیژۍ کې د مور او ماشوم ژوند، په ولایتونو کې د قابلو روزلو، د روغتیایي خدماتو د مرکزونو زیاتولو او په کې د ډاکترانو ګمارلو ته زیاته پاملرنه شوې ده.
په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي کادرونه نشتوالی:
خلک وایي، روغتیایي کادرونه ترډیره ځایه په مرکز کې راټول شوي او لیرې پرتې سیمې له پامه غورځیدلي دي.
خو دعامې روغتیا وزارت وایي، چې په وروستیو کلونو کې یې د قابلو شمیر له څلور سوو څخه درې زرو ته رسولي، خلکو ته څه باندې شپیته فیصده روغتیایي خدمات رسیدلي او په څلوردېرشو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي.
د وزارت چارواکي وایي، نورې هڅې هم کوي، چې ستونزې اوارې کړي.
راپور: خان محمد «سیند»

نن موږ ټولو ته یوه مهمه ورخ ده، ځکه چې یوه ستراتیژۍ په کې وړاندې شوه، د دې پلي کولو ته باید ډیر دقت وشي او مرسته وشي، چې په افغانستان په ښه توګه پلي شي.
شاډول