د دیني عالمانو په قول څوک چې د روژې په مبارکه میاشت کې یو نیک کار وکړي نو د نورو ورځو په نسبت یې د اجر او ثواب اندازه ډیره وي.
د روژې میاشت فقراوو ته د رسیدګۍ میاشت ده او په دې میاشت کې د مومنانو روزي زیاتیږي.
د دینی مسایلو پوهان وایي، څوک چې په دې میاشت کې روژه تي ته روژه ماتی ورکړي ګناوې یې بخښل کیږي او د روژه تي په اندازه ثواب ګټي.
په دې میاشت کې هر چا ته پکار دی، چې له بې وزلو سره مرسته وکړي او څه چې لري ورسره تقسیم یې کړي، ځکه ډیر داسې کسان شته چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې روژه په وچه ډوډۍ ماتوي.
د ننګرهار اوسیدونکې ماري بیا وایي، چې پرته له روژې نه هم کله چې کوم ښه خواړه پاخه کړي نو ګاونډیانو ته یې ضرور ورلیږي، که داسې ونه کړي خپله خوند نه ورکوي .
د قبایلو د وزارت کارکونکی سیلمان خیل بیا د خپل کلي د دود په هکله وایي، چې روژه ماتی مسجد ته وړي او هلته یې له بې وزلو کسانو او مسافرو سره یو ځای خوري.
څنګه چې خپل خپلوان په سړي حق لري همدا سې يې ګاونډيان هم لري، خو ځینې کسان نه یوازې دا چې د ګاونډیانو درناوی نه کوي بلکې د هغوي د زورونې سبب هم کیږي.
د کابل اوسیدونکې زرمینه هغه څوک ده چې په دې روژه کې له خپلو ګاونډیانو نه پوزې ته راغلې .
د لغمان اوسیدونکې حمیده بیا وایي، چې د هغوي د کور مخکې هم ټوله ورځ ماشومان داسې شوخي کوي، چې دوي یې په تنګ کړي .
زرلښته بیا هغه موره ده، چې هر وخت په تیره بیا په روژه کې خپل ماشومان نه پریږدي، چې کوڅې ته لاړ شي او ګاونډیان په تنګ کړي .
او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.
دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.