د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۹

"د میدان وردګ پېښه به پوځي عملیات ونه دروي"


زیاترو لویدیځو ورځپاڼو په میدان وردګ ولایت کې د امریکايي ځواکونو د یوې هیلي کوپتر د رالوېدو په اړه چې دیرش امریکايي سرتیري یو ترجمان او اوه افغان عسکر په کې ووژل شوه، مطالب خپاره کړي دي. د دې لپاره چې دا د افغانستان په لس کلنې جګړه کې امریکايي ځواکونو ته په یوه پېښه کې اوښتي زیات تلفات دي، دې موضوع د لویدیځو ورځپاڼو زیاته پاملرنه ځان ته اړولې ده.

انډیپینډنټ:

انډیپینډنټ تر دې عنوان لاندې، چې دا پېښه به پوځي عملیات ونه دروي لیکلي:

لوړ رتبه پوځي مقامات وايي، د دغې هیليکوپتر د رالوېدو پېښې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو په اړه د غور موقع برابره کړې ده.

ورځپاڼې په دې لړ کې د بریتانوي ځواکونو د پیاده سرتیرو د پخواني مرستیال قومندان جنرال سرهوګ بیچ خبره راخیستې چې وايي:

(دا یوه وحشتناکه پیښه ده) که چېرته دا هیليکوپتر په ار پي جي یا راکټ انداز ویشتل شوی وای نو طالبان خوش چانسه دي او کنه نو بله خبره دا ده چې پرمختللي وسلې لري.

دغه جنرال ویلي، نړېوال ځواکونه باید په منظم ډول حرکت وکړي او له عکس العمل څخه ډډه وکړي.

طالبانو په ټولو سیمو کې فعالیت پیل کړی او د جنرال بیچ په وینا که څه هم چې وړاندوینه ګرانه ده خو موږ باید خپل ماموریت ته دوام ورکړو.

سنډې ټایمز:

سنډې ټایمز ورځپاڼه بیا د دغې هیلکوپتر د رالوېدو د پېښې د جزیاتو په اړه وايي، که څه هم د پېښې ټول جزئیات لا روښانه نه دي، خو ګمان کیږي چې چینوک ډوله دا هیليکوپتر هغه مهال لویدلې کله چې په دغې سیمه کې د شپې له خوا عملیات پای ته رسیدلي او سرتیري بیرته راستنیدل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي:

دغه هیليکوپتر چې د میدان وردګ تنګي سیمې ته لیږل شوي وي غالباً چې د راکټ په ډژو رانسکوره شوي وي .

ورځپاڼې د میدان وردګ د امنيي قومندان جنرال عبد القیوم باقي زوی په حواله ویلي، چې وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونو په تنګي کې د طالبانو پر یوه مرکز حمله وکړه او جګړه دوه ساعته اوږده شوه، دا هیليکوپتر یوه بجه د شپې وه چې رانسکوره شوه.

د تنګي سیمې په اړه نیویارک ټایمز لیکي، دا سیمه د وردګ او لوګر تر منځ د طالبانو د تګ راتګ لپاره محفوظه لاره وه.

ورځپاڼه د امریکايي پوځي مسولان په حواله وايي، چې په تنګي کې د افغان دولت زیاتره وسله وال مخالفان د همدې سیمې له اوسیدونکو څخه دي.
XS
SM
MD
LG