تېره اوونۍ د افغانستان، پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي درې اړخیزې خبرې په اسلام اباد کې وشوې.
په دې خبرو کې د درو هیوادونو پوځي او استخباراتي چارواکو هم ګډون درلود.
افغانستان، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه د خبرو دا لړۍ له څو میاشتو راهیسي پیل کړې او د اسلام اباد خبرې یې څلورم بړاو و.
له دې سره موازي د سولې عالي شورا هم هڅه کوي چې د دولت له وسله وال مخالفان خبرو ته راضي کړي.
د دې شورا مقاماتو څو ځلي ادعا کړې چې له طالبانو سره یې تماسونه نیولي دي.
په وروستي ځل د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین وویل چې په نژدې وختونو کې به د دولت د وسله والو مخالفانو له مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي او په دې برخه کې یې تماسونه نیولي دي.
خو له دې ډول ادعاوو سره سره عملاً خلک څه نه ویني؟
ځیني پوښتنه کوي چې که د سولې لور ته ګامونه اخیستل شوي وي ولې د جګړې اور نه سړېږي؟
ډېر افغانان وايي چې د سولې هلې ځلې د دوی لپاره ګونګې او ناڅرګندې دي.
د همدې لپاره مو نن د سولې د عالي شورا غړي قاضي صاحب محمد امین وقاد،
د افغان ترکمنانو د شورا رييس حاجي محمد امین قانع
د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر اکرم خپلواک
او دغه راز به د څو شېبو لپاره د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی جانان موسي زی هم د ټېلفون له لارې راسره وي چې د اسلام اباد د درې اړخیزې غونډې په باب مالومات راکړي.