د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

پکتیکا:د قومي مشرانو د وژنو لړۍ لا هم روانه ده


په افغانستان کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو د زنځیریي وژنې په لړ کې د پکتیکا سیمه ایز چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې هم ګڼ شمېر قومي مخور وژل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

دوي اندیښنه ښیي، چې د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې مهم قومي مشران، دیني عالمان او ان روڼ اندې ښځې په تیرو کلونو کې وژل شوي خو د مخنیوي لپاره یې لکه څنګه چې لازمه ده هلې ځلې نه دي شوي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال غبدالغني پکتین ازادۍ راډیوته وویل، چې په دې وژنو کې ځینې بهرنۍ استخباراتي شبکې لاس لري او د ډیر شمېر نورو قومي مخورو او دیني عالمانو وژلو ته یې هم پښې خرلي دي:

(په دې وروستیو کې په پکتیکا ولایت کې قومي مشران،ښځې،ډاکټران او ځیني نور مخور شخصیتونه وژل کیږي او ویل کیږي چې دا پروګرام د پاکستان د ای اس ای له خوا په لاره اچول شوی او ځيني مشران چې نومونه اوس افشا شوي دي او خلک خبر شوي چې دا هم وژني هغوي له ځانه سره اوس وسله ګرځوي ترڅو د ځانه دفاع وکړي.)

د ښاغلي پکتین په خبره په پکتیکا ولایت کې تر ډیره هغه دیني عالمان، قومي مشران او مخور وژل شوي چې دولت پلوه وو او په دې ولایت کې یې د دولتي حاکمیت، بیارغونې او اقتصادي ودې لپاره کار کاوه.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال څرګنده کړه، چې دا ولایت له پاکستان سره درې سوه شپږ پنځوس کیلومتره ګډه پوله لري او وسله وال مخالفان په اسانۍ سره له پاکستان نه دې ولایت ته تګ راتګ کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د قومي مشرانو، دیني عالمانو، روڼ اندو، امنیتي او دولتي چارواکو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول چې له امله یې خلکو ولسمشر او نورو دولتي چارواکو هم اندیښنه وښوده.

د کورنیو چارو وزارت هم د قومي مشرانو او مهمو اشخاصو په وژلو کې د سیمې د ځینو کړېو لاس درلودل تاییدوي او وایي، چې د مخنیوي لپاره یې د امنیتي ځواکونو هڅې ګړندۍ شوي، د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

(موږ تل هڅه کوو چې د افغانستان ټول خلک په امنیت کې ژوند وکړي او په خاص ډول دا مخور خلک چې د افغانستان په سوله کې مهمه ونډه لري.

دا دښمنان بیلابېل ګروپونه دي چې سیمه ایز حمایت هم لري.)

ویل کیږي، چې د دیني عالمانو، دولتي چارواکو او قومي مخورو او مشرانو وژل کیدل د افغانستان قومي او ټولنیز جوړښت ته ډیر زیان رسوي او د دې لامل ګرځي چې خلک په ځانګړي توګه قومي مشران پر حکومت بې باوره شي او ځانونه له حکومت نه لري کړي.

د پکتیکا د ولایتي شورا چارواکي هم همدې مسالې ته ګوته نیسي او وایي، که چېرې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او قومي مخورو امنیت سم ټینګ نه شي نو ښایي چې په پکتیکا او ټول افغانستان کې نا امنۍ لا زیاتې او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال مهمه پروسه هم ځنډنۍ او ټکنۍ شي.
XS
SM
MD
LG