د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، د روژې له را رسېدو سره سم د افغان سوداګرو یوه اندازه هغه مواد هم هېواد ته را ورسیدل، چې د څو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت ورته د تګ اجازه نه ورکوله.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادۍ راډیوی ته وویل، چې شاوخوا سل کانټینرونه مال د یکشنبې په ورځ د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته داخل شول.
د پاکستان حکومت وروسته له هغې دغو مالونو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکړه، چې افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري نه د دغو مالونو د پریښودلو غوښتنه وکړه.
په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن په دې اړه له ښاغلي الکوزي سره مرکه کړې، چې د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې يي د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ