تازه راپورنه وايي ،د امریکا حکومت پرون پر ایران تور ولګاوه چې د القاعده شبکې له هغې څانګې سره یې پټ توافق کړی چې په افغانستان او پاکستان کې د بریدونو لپاره مالي او بشري سرچینې برابروي.
د امریکا د خزانې په وزارت کې یوه جګپوړي مقام، ایران په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو ستر ملاتړکوونکی بللی او ویلي یې دي چې د دوی څېړنو د تروریزم د ملاتړ له یوه بل اړخ څخه پرده پورته کړه.
د امریکا خزانې وزارت له دې مخکې په ایران کې د القاعده شبکې د څانګې شپږ غړي د تروریستانو په توګه پېژندلي او بندیزونه یې هم لګولي وو. د لګول شویو بندیزونو له مخې ټول هغه حسابونه کنګل کېږي چې ښايي دوی یې په امریکا کې ولري او امریکایانو ته هم له دوی سره د کاروبار او معاملې اجازه نه ورکول کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې که ایران له القاعده شبکې سره مرسته کوی نو هدف یې څه دی؟.بله دا چې په رښتیا به هم له القاعده سره چې شیعه ګانو ته حتی د مسلمانانو په سترګه هم نه ګوری ایران چې اکثریت یې شعیه ګان دی اړیکې وپاللی شی .
فریدې هوډ سیفي همدا پوښتنې له سیاسی کارپوه پوهاند ودیر صافي سره په خپله مرکه کې شریکې کړې دي .