د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۶

اوباما:کانګرس دې په بودجه کې جوړجاړى وکړي


متحده ایالات نژدې ده چې د خپلو پورونو په ورکولو کې له ناکامۍ سره مخامخ شي، ځکه جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان له یو بل سره د هغو پلانونو پر سر سیالي کوي، چې له مخې یې د حکومت له خوا د پور اخیستو کچه پورته وړل کیږي، په دې اړه یوه توافق ته یواځې یوه اونۍ پاتې ده.

د کانګرس غړي تر اوسه په دې اړه اختلافات لري، چې په څه ډول د ۱۴،۳ تریلیون ډالرو د پور کچه پورته یوسي.

د اګست دوهمه نېټه وروستی مهلت دی، چې په دې اړه یوه موافقه ترلاسه شي او که داسې ونه شي متحده ایالات به نور دومره نغدې پیسې ونه لري چې خپلو پوروړو ته یې ورکړي او نور لګښتونه تامین کړي.

ولسمشر بارک اوباما پرون په ټلویزیوني وینا کې چې هدف یې د ډموکراتانو له خوا وړاندې شوی پلان څخه د عامو خلکو د ملاتړ جذبول و، خبرادری ورکړ، چې د پورونو د اخیستو د حد د لوړېدو په چاره کې ناکامي به هېواد سخت زیانمن کړي:

(په خواشینۍ سره په تیرو څو اونیو کې د استازېو جرګې جممهوري غوښتونکو غړېو په دې ټینګار کړی، چې دوي یواځې په دې شرط د امریکا په تاریخ کې د لګښتونو په تامین کې د ناکامۍ مخه نیولای شي، چې زموږ نور د دوي هغه یواځینی پلان ومنو، چې له مخې لګښتونه زښت زیات کمیږي.

که داسې پېښ شي او موږ د خپلو لګښتونو په تامین کې پاتې راشو نو به کافي پیسې ونه لرو، چې خپل ټول لګښتونه پوره کړو.

په دې کې د اجتماعي رفاع میاشتني چکونه، له متقاعدینو سره مرستې او له زرګونو سوداګرو سره دولتي شوي قرارادونه هم شامل دي.

په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره به زموږ د هېواد اې کریدیت چې درې برابره زیات دی، را ټیټ شي او په نړۍ کې به پانګوالو سره داسې فکر پیدا شي چې ایا متحده ایالات تر اوسه د پانګونې لپاره مناسب ځای دی؟)

د امریکا په بازارونو کې د پورونو د کچې پر سر په ټپه دریدلی حالت ویره خپره کړې او دواړه خواوې ډموکراتان او جمهوري غوښتونکي متضاد پلانونه وړاندې کوي، چې ډیره لیرې بریښي چې دواړه خواوې دې پرې موافقه وکړي.

د سروزرو بیه په بې ساري توګه لوړه شوې او د ډالر ارزښت د نورو اسعارو په مقابل کې ښکته شوی دی.

پانګوال داسې انګیري چې که د امریکا دولت د لګښتونو په پوره کولو کې پاتې راشي نه یواځې به امریکا ته زیات زیان ورسیږي بلکه د نړۍ په اقتصادي ودې به هم بده اغیزه وکړي.

نړېوال وجهي صندوق ای ام اف خبردای ورکړی، چې که په خپل وخت سره د پورنو د اخیستوکچه پورته یونه وړل شي نوا به د امریکا د دولت د اعتبارونو د اسنادو کریډت ښکته او پر پورونو به سود یاګټه ډيره لوړه کړي.

اوباما خبرداری ورکړ، چې د لګښتونو د پوره کولو په چاره کې د پاتې راتلو په صورت کې به پر ټولو امریکایانو مالیات پورته لاړ شي ځکه د پورونو په اخیستو لکه د کریډت کارټ پورونو او د کورونو لپاره پر پورونو به سود یا ګټه پورته لاړه شي.

خو اوباما زیاته کړه، دی بیا هم ډاډه دی چې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو ترمنځ به یو توافق رامنځ ته شي:

(ما د دواړو ګوندونو غړېو ته وویل، چې دوي باید په څو راتلونکو ورځو کې یوه عادلانه روغه جوړه وړاندې کړي، چې د کانګرس دواړه جرګې یې منظور کړي، داسې یوه روغه جوړه چې زه یې هم لاسلیک کړای شم. زه ډاډه یم چې موږ به دغسې یوه توافق ته ورسیږو.)

دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ټینګار کړی، چې دوي به پرینږدي چې متحده ایالات د لګښتونو په پوره کولو کې ناکامه شي خو له دغو څرګندونو سره سره دوي تر اوسه د پورونو د کچې د لوړولو په برخه کې یو پلان نه دی وړاندې کړې، چې دواړه خواوې پرې جوړ راشي.

جمهوري غوښتونکو ویلي، چې دوي به د بودیجې هغې طرحې ته رایه ورنه کړي چې د مالیو زیاتوالی په کې شامل وي.

د استازېو د جرګې ریس جان بوینر چې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو لوړ رتبه مشر دی، پرون دوه مرحله یې وړاندیز وړاندې کړ.

د دغه پلان له مخې د بودیجې کسر ۱،۲ تریلیون ډالره کمیږي او د لسو کلونو په مخه پیسې سپمول کیږي.

خو د چارو کارپوهان وایي، چې ولسمشر اوباما به د بوینیر پلان رد کړي ځکه په هغه کې یواځې د څو میاشتو په مخه د پورونو د کچې لوړول په پام کې نیول شوي دي.

په دې مانا چې د ۲۰۱۲ کال په پیل کې به پر دغې مسلې بیا غورکیږي، خو هغه وخت به سیاست والو ته ګرانه وي ځکه دوي به تر ډیره د ۲۰۱۲ کال د نومبرد جمهوري ریاست د انتخاباتو په چارو کې بوخت وي.
XS
SM
MD
LG