د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر په څرګنده دا رد نه کړه چې د ازادۍ راډیو له خوا خپور شوی صوتي کلیپ د ده نه دی خو ځان یې د دې نظام او دولت ټینګ ملاتړی وباله.
جارالله منصوري د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې چې د ازادۍ راډیو له خوا یې د هغه صوتي کلیپ د سپیناوي لپاره جوړ کړی وو، چې دی په کې ولسمشر کرزی او ملي شورا غیر قانوني بولي دا ثابته نه کړه، چې دا غږ د ده نه دی خو یوازې دا یې څرګنده کړه، چې د ولسمشر کرزي د حکومت په کابینه کې کارکول ورته ویاړ دی او له دې نظام سره کار کولو ته ژمن دی.
ښاغلي منصوري وویل، چې د هر کس خصوصي حریم له تعرض څخه خوندی دی او که چېرې زر داسې خصوصي ثبت شوي صوتي کلیپونه خپاره شي د ده په کار به اغیزه ونه کړي:
(زما اقرار دغه دې چې زه دې نظام ته،ولسمشر ته ،افغان ملت ته ژمن یم که زما ۱۰۰ دغسې غږیز پیغامونه خپاره کړﺉ بیا هم په عمل کې زما ځواب ویني، چې زه دې خاورې، ولسمشر ته او خپل خلکو ته ژمن یم .)
ښاغلي منصوري دا څرګندونې وروسته ترهغې کوي، چې د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه استول شوي صوتي کلیپ کې چې ده ته منصوب دي، ولسمشر کرزی او ملي شورا غیر قانوني بولي او وایي، که چېرې دی ژوندي وي نو ډیر ځلې به وزیر شي.
په عین حال کې ځینې رسنۍ وایي، چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزیر د پاسپورټ داسې کاپي یې پیدا کړې چې له مخې یې دا څرګندیږي چې دی درې دیرش کاله عمر لري او د افغانستان د قانون له مخې د کابینې وزیران باید پنځه دیرش کلن وي.
خو جارالله منصوري دا خبره هم رد کړه او ویې ویل، چې له قانون سره سم د کابینې د غړیتوب لپاره مناسب عمر لري:
"زه چې په خپل بدن کې رګونه، وینې او پوټکی لرم او تاسو ته مخامخ ناست یم تاسو پر ما باور کوی او که د کاغذ په هغه ټوټه چې ستاسو په لاس کې ده.
که چېرې منځنی عمر په افغانستان کې پنځه څلویښت کاله وي نو زه مرګ ته نږدې شوی یم په دې معنی چې زه اوه دیرش یا اته دیرش کاله عمر لرم".
د ارګ په ماڼۍ کې ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته تایید کړه، چې د ازادۍ راډیو له خوا خپور شوی صوتي کلیپ د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزیر جارالله منصوري دی خو په دې اړه یې له څرګندونو څخه ډډه وکړه.
که څه هم جارالله منصوري د ټولو خبریالانو پوښتنو ته په سړه سینه ځواب ونه وایه، خود یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دې خپور شوی غږیز کلیپ د سپیناوي لپاره به لازمې حقوقي هڅې هم وکړي او که به په همدې څرګندونو بسیا وکړي ويي ویل، چې په دې اړه به له سلا مشورو وروسته پریکړه وکړي.