د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

شمس الرحمن:د ټاکنو په اړه پریکړه به ۲۰ورځې وروسته اعلان شي


د کابل د استییناف محکمې د مدني دیوان او شخصي احوالو رئیس قضاوت پوه شمس الرحمن
د کابل د استییناف محکمې د مدني دیوان او شخصي احوالو رئیس قضاوت پوه شمس الرحمن
د کابل د استیناف محکمې چارواکي وايي، د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په اړه د ځانګړې محکمې د پریکړو په هکله به شاوخوا شل ورځې وروسته خپله پریکړه اعلان کړي.

د ځانګړې محکمې پریکړې چې د عملي کېدو په صورت کې یې له ولسي جرګې نه دوه شپیته وکیلان وځي او همدومره معترض کاندیدان ورځي، شاوخوا یوه میاشت مخکې د ولسمشر له خوا یوه ټاکل شوي کمیسیون د کابل استیناف محکمې ته راجع کړه.

د کابل د استییناف محکمې د مدني دیوان او شخصي احوالو رئیس قضاوت پوه شمس الرحمن وايي، که څه هم د استیناف غوښتنې تمدید شوی وخت هم په پای ته رسېدو دی، خو د ولسي جرګې د معترضو غړو نه یوازې څو تنو یې د استیناف غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسي جرګې له مخکې ځانګړې محکمه او استیناف محکمې ته د هغو د پریکړو راجع کول غیر قانوني بللي.

دا چې د کابل د استیناف محکمې تر اوسه څه کړي دي، په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي قضاوتپوه شمس الرحمن سره ځانګړې مرکه کړې، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG