د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

افغانستان یوه پرمختللي اقتصاد ته اړتیا لري


نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې دې وروستیو بریدو ته او هم د اقتصاد په اړه ګڼ شمېر مقالې خپرې کړي چې په لاندې راپور کې رضوان مراد رانغاړلي دي.


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په پکتیکا ولایت کې د ناټو د وروستي هوايي برید په اړه یو راپور خپور کړی چې په کې راغلي:

په دې حمله کې د وژل شوو وسله والو شمېر اتیاو ته لوړ شوی دی.

ورځپاڼه وايي، افغان چارواکي اندیښمن دي چې ښايي له پاکستان سره په دغه سرحدي سیمه کې به د افغان دولت د وسله والو مخالفانو نور کمپونه او پټن ځایونه هم موجود وي.

دغه عملیات د افغان او ناټو ځواکونو له خوا په ګډه ترسره شوي او د ورځپاڼې په وینا په دغه سیمه کې د وسله والو د اډو د څرنګوالي په باب یو لړ پوښتنې راپورته کیږي.

سنډې ټایمز:

سنډې ټایمز ورځپاڼې بیا په دې وروستیو کې د کابل پر انټرکانټننټل هوټل د شوي برید په اړه یو راپور کې ویلي، چې هغو اتو ځان وژونکو سره چې پر هوټل يې حمله وکړه یوه پولیس والا مرسته کړې ده.

سنډې ټایمز د هغه چا په حواله چې دا برید يې پلان کړې وو لیکلي چې د دغې حملې د ترسره کولو لپاره له دوي سره له داخل څخه همکاري شوې ده.

د کابل پر انټرکانټننټل هوټل باندې حمله کې ځان وژونکو د سپکو وسلو او لاسي بمونو څخه کار واخیست او له ۷ ساعته جګړې وروسته دا پیښه د ۲۰ تنو په وژل کیدو سره تمامه شوه.

سنډې ټایمز وايي:

په داسې حال کې نړېوال ځواکونه افغان قواو ته د امنیتي چارو په سپارلو بوخت دي دا حملې د غټو او دولتي تاسیساتو د ساتنې لپاره د افغان ځواکونو توانمندي څرګندوي .

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې افغانستان یوه پرمختللي اقتصاد ته اړتیا لري یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي:

امریکايي او ناټو ځواکونه به ډیر ژر له افغانستان څخه ووځي او اوس خلک پوښتنه کوي، چې ایا افغان ځواکونه به د دې جوګه وي چې د خپل هېواد امنیت وساتي که څنګه؟

د ورځپاڼې په وینا په یعن حال کې ورته پوښتنه دا ده، چې کله به افغانستان د یوه پرمختللي اقتصاد لرونکی خاوند وي.

د مقالې لیکونکي وايي:

د یوه با اعتباره اقتصاد د نه لرولو په صورت کې به ډیر کم امکان وي چې افغانان د نورو له مرستې پرته په خپله د خپل امنیتي چارو لګښت پرغاړه واخلي.

لږه هیله موجوده ده، چې افغان حکومت به له کافي مشروعیت برخمن شي او همدا شان ډیر کم چانس شته چې د وسله والو د ماتولو لپاره فرصتونه برابر شي.
XS
SM
MD
LG