د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۵

څیړنه:په افغانستان او عراق کې د امریکا په میلیاردونو ډالره ضایع شوي


د امریکا د دواړو ګوندونو یو ګډ کمیسیون په افغانستان او عراق کې د میلیاردونو ډالرو د ضایعه کېدو په اړه یوه څیړنه د دغه هېواد کانګرس ته سپارلې ده.

د دغه کمیسیون یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د دغې څیړنې نتیجې به راتلونکو اونیو کې بشپړې شي.

د جګړې د وخت د قرادادونو کمیسیون په دې برخه کې د هغه راپور په اړه څیړنه کړې ده، چې له دې نه وړاندې والسټریت ژورنال ورځپاڼې خپور کړی وو.

د دغه راپور له مخې متحده اایلاتو په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان او عراق کې شخصي قراردادیانو ته شاوخوا دوه سوه میلیارده ډالر ورکړي چې یوه زیاته اندازه يې ضایع شوې ده.

یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، رویترز خبري اژانس ته ویلي په افغانستان او عراق کې د امریکا تنخوا اخیستونکي شاوخوا دوه لکه قراردادیان موجود دي، چې دا شمېر په دغو دواړو هېوادونو کې د امریکايي سرتیرو څخه زیات دی.

دا مهال شاوخوا یو لک امریکايي عسکر په افغانستان او شپږ څلویښت زره په عراق کې دي.

رویترز خبري اژانس وايي، دې په کتنې سره چې یو شمېر قرادادیانو په موقت ډول کار کړی او ځینې بیا فرعي قرادادیان وو،ګرانه ده چې د هغوي دقیقه شمېره څرګنده شي.

په دې اړه په خپاره شوي راپور یو شمېر موسېسې د امریکا له مرستو څخه د ناوړه استفادې په کولو تورن شوي .

تمه کیږي، چې د متحده ایالاتو کانګریس به په څو راتلونکو اونیو کې د دې مسلې په اړه پریکړه وکړي.
XS
SM
MD
LG