د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۰

احدي: پاکستان د افغان سوداګرو ۳زره کانټینرونه پریږدي


ښاغلی احدي وايي، چې دغه درې سره کانټینرونه په دوو میاشتو کې افغانستان ته راوارد شي.
ښاغلی احدي وايي، چې دغه درې سره کانټینرونه په دوو میاشتو کې افغانستان ته راوارد شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړه، چې ترراتلونکو دوو میاشتو پورې به د افغانستان درې زره کانټیرونه چې خوراکي مواد په کې دي، هیواد ته راورسیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان په خوراکي موادو بار درې زره کانټینر افغانستان ته راورسیږي.

او په همدغو دوو میاشتو کې به هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي ستونزې چې ترډیره ځایه د افغانستان کانټینرونو د ایساریدو سبب کېږي هم اوارې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي د شنبې په ورځ په کابل خبریالانو ته وویل، چې د دواړو هیوادونو د جمهورو ریيسانو وروستیو خبرو چې په کابل ترسره شوې، نتیجه ورکړې او تردوو میاشتو پورې به د افغانستان درې کانټینرونه چې خوراکي مواد په کې دي، پرته له هرډول تخنیکي ستونزو افغانستان ته وارد شي. احدي وویل:

″په دوو میاشتو کې به له پاکستان څخه درې زره کانټینر هیواد ته وارد شي، افغان سوداګرو د بیمې په برخه کې له پاکستان سره ستونزه لري، هغه به په همدې میاشتو کې اواره شي، خو اوس به هغه عاجل خوراکي مواد، چې ضرورت ورته احساسیږي هېواد ته راورسیږي.″

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې افغان کانټینرونه ایساریږي، بلکې دا ستونزه له څو کالو راهیسې روانه ده او هروخت په هغه بندر کې د افغانستان په زرګونو کانټینرونه ایساریږي، چې له امله افغان سوداګرو ته لوی مالي زیانه رسیږي.

افغان سوداګر هیله ښيي، چې د دواړوهیوادونو مربوط ارګانونه د دوی تخنیکي ستونزو ته هم په لږموده کې د حل لارې و مومي.

افغان سوداګر خان جان الکوزي ستونزو ته داسې اشاره وکړه.

″زموږ ستونزه د بیمې ده، پاکستان موږ ته یواعشاریه پنځه اویافیصده بیمه پیشنهاد کړی حال دا چې د پاکستا ن له ترانسپورت نه صفر اعشاریه پنځه ویشت اخلي، بله ستونزه مو دوارداتو په هکله ده، چې تراوسه په پاکستان کې ورسره ستونزه لرو هیله د دواړو هیوادونو ګمرکي چارو ته منل شوی معتبر اوصول کېښودل شي.″

یوازې پاکستان نه بلکې دا هیواد له ایران او منځني اسیا له هېوادونو هم یولړ ترانزیتي ستونزې چې کله کله افغان ترانزیت ته ستونزې پښوي.

تېرکال د ژمې په ساړه موسم کې د افغانستان څه باندې دوه زره د تیلو کانټیرونه د ایران په بندر کې ایسار شول.

افغان واردونکي وايي، هېواد یې باندې له ټول هیوادونو او په تیره له ګاونډیو سره سوداګري اړیکې له منل شویو معیارونو سره سمې اعیار کړي.

د سوداګرۍ وزارت وایي، له ګاونډیو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې له پخوا څخه زیاتې ټینګې شوي او ستونزې ورسره اوارې شي.
XS
SM
MD
LG