د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

معلولینو ته د حرفوي زده کړو لومړی انستیټیوټ جوړېږي


د افغانستان د کار او ټولنیز چازو وزیره میرمن امنه افضلي.
د افغانستان د کار او ټولنیز چازو وزیره میرمن امنه افضلي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره وایي، چې په کابل کې د نوې انسټیټیوټ په جوړولو سره به معلولینو ته حرفوی زده کړی ورکول کیږی.دغه انسټیټیوټ چې د لومړی ځل لپاره په کابل کې جوړیږي

په دغه انسټیټیوټ کې چې په یو کال کې به جوړ شي، د معلولینو د اړتیاوو په اړه څیړنې او ورته لازمې حرفوي او فني زده کړې ورکول کیږي.

د دې تر څنګ، معلولینو ته به د کار د زمینو په برابرولو، څیړنو، د معلولینو لپاره پراختیایي فرصتونه، د ورزشي څانګو پراختیا او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې هم مرستې کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې آمنه افضلي، چې د شنبې په ورځ یې د عمري ساختمان سره د انسټیټیوټ د جوړولو تړون لاسلیک کړ، وویل، چې دا په افغانستان کې لومړنې انسټیټیوټ دی، چې په کابل کې به پرانستل شي.

″د انسټیټیوټ په نامه مو داسې بل څه نه درلوده، دا لومړی ځل دی، چې داسې یو انسټیټیوټ په کابل کې جوړیږي، چې هم به د څیړنې مرکز وي او هم د زده کړو.

څیړنې به د معلولینو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي.

د دې ودانۍ په بشپړیدو سره به، موږ هم خپل پروګرامونه او ورته معیارونه جوړ کړو او د زده کړو او څیړنو لپاره به تیاری ونیسو.

زده کړې په بیلابیلو کچو ورکول کیږي، کیدای شي، د تخصص په کچه هم دلته خلک وروزل شي. ″

دغه انسټیټیوټ چې په دوو پوړونو کې جوړیږي او شل خونې به ولري، د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت به یې چارې ترسره شي.

بل لورته، یو شمیر معلولین دغه هڅې ستایي خو وایي، چې باید معلولینو ته ډیر پام وشي. دوی وایي، چې معلولینو ډیرې اړتیاوې لري، چې باید په نظر کې ونیول شي.

″زما نوم شادولا دی، د دې لپاره چې خیاطي وکړي او یو کسب زده کړي نو حتما ګټې لري. موچي ګیري، خیاطي هر کسب ګټه لري، باید موږ ته حرفوي زده کړې راکړي.

زموږ هیله دا ده، چې زموږ تداوي وشي، تنخواوې مو جګې شي، ګوډ او ړانده یاستو نو باید موږ سره مرستې وشي. همدا اوس په یو کور کې څلور معیوبه لرم، باید خارج ته ولیږل شي، تداوي یې وشي او پیسې یې جګې شي.

۲ - زما نوم فضل الرحمن دی، دا خو ښه خبره ده، معیوبین خو هر څه ته ضرورت لري، له دې کار سره به یو شمېر معلولینو ته هم کار پیدا شي او معیوبینو لپاره به یو څه آسانتیاوې هم برابرې شي.″

د ځینو سرچینو له مخې، په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله شاوخوا دوه میلیونه معلوله افغانان ژوند کوي.‎

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې دوی یوازې اتیا زره جنګې معلولینو ته معاش ورکوي، چې د لږې اندازې له امله تل د معلولینو له خوا پرې انتقاد کیږي.

د معلولینو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترڅنګ، په هېواد کې یوشمېر نادولتي موسسې هم د حرفوي زده کړو، د کار په پیدا کولو او نورو اړوندو برخو کې لازمې مرستې کوي.

راپور: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG