د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

کونړ:د مرکز د امنيت لپاره دوهم امنيتي کمر بند جوړوو


د کونړ امنيي قومندان وايي، د اسد اباد ښار ګوټي د امنيت د پياوړتيا لپاره دوهم امنيتي کمر بند جوړوي څو پر مرکز د وسله والو مخالفينو د بريدونو مخه ونيسي.

د کونړ اوسيدونکي شکايت کوي ، چې د هرې ورځې پر تيريدو امنيت مخ پر خرابيدو دی.

دوي زیاتوي، پخوا به وسله والو طالبانو له لرې پرتو غرونو څخه پر مرکز د هاوانونو او ميزائيلو توغندۍ راويشتلي، خو اوس د کونړ د سيند له غاړې څخه د اسداباد پر بازار، د ملي اردو پر اډه او پر دولتي ودانيو د سپکو وسلو بريدونه کوي.

د اسداباد اوسيدونکي وايي، په مرکز کې د نړېوالو ځواکونو يوه ستره اډه، د ملي اردو د فياض پر نوم کنډک او په سلګونو ملي پوليس ميشت دي، خو بيا هم امنيت نه ټينګيږي.

د کونړ امنيه قومندان مل پاسوال عوض محمد نذيري، په يوه ځانګړي مرکه کې ازادۍ راډيو ته وويل،په تيرو څو مياشتو کې د کونړ د مرکز او ولسواليو امنيت کمزورى شوى و، خو ده هڅې پيل کړي چې د مرکز اسداباد په ګډون په ولسواليو کې هم امنيت ښه کړي.

هغه زیاته کړه، په مرکز اسداباد کې د امنيت پياوړي کولو لپاره په پام کې لري چې امنيتي پوستې زياتې او دوهم امنيتي کمر بند جوړ کړي.

د يادونې وړ ده، چې کونړ د مرکز پر ګډون پنځلس اداري واحدونه لري، چې په دې وروستيو کې يي ولسواليو ته په تللو لارو کې يوه اندازه امنيتي ستونزې پيدا شوي او خلک نه شي کولاى چې پر ډاډه زړه له يوې سيمې څخه بلې ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG