د برتانیا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو پرون په جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د یوې مېرمنې او یوه نارینه نیول تایید کړي دي، چې وايي بریتانویان دي، خو د دواړو وزارتونو په اعلامیو کې په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
په بریتانوي رسنیو کې د خپرو شوېو راپورونو له مخې تورن په هرات ولایت کې د بریتانوي او افغان ځواکونو له خوا د تروریزم ضد ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې بریتانوي ځواکونو دواړه تورن کسان چې دوه ګوني تابعیتونه لري د هرات ولایت پر یو هوټل په ناڅاپي عملیاتو کې په داسې حال کې ونیول چې د ملي امنیت ادارې مرسته ورسره کوله.
راپور زیاتوي چې دواړه بریتانویان وروسته په کندهار کې د بریتانوي ځواکونو اډې ته ولېږدول شول.
ټایمز ورځپاڼه لیکي، د دې عملیاتو هدف په بریتانیه کې دننه د احتمالي حملو مخنیوی و.
فرانسپرس خبري اژانس د یوه جګ پوړي افغان مقام له قوله چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، په راپور کې لیکلي دي چې نیول شوي تورن افغانان نه وو او دا عملیات له تروریزم سره د مبارزې یوه برخه وه چې مشري یې برتانویانو کوله.
د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې دواړه تورن احتمالاً افغانستان ته له برتانیې څخه په دې مقصد تللي وو، چې له هغه ځایه په بریتانیه کې دننه د حملو د تنظیم لپاره تماسونه ټینګ کړي.
د هرات د تجارتي مرکز د هوټل مسوول منیجر محمدداودیارزاده له فرانسپرس سره په خبرو کې په خپل هوټل کې د دې دوو کسانو د نیولو عملیات رد کړي ویلي یې دي چې دا صرف اوازې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې دوو بریتانویانو د نیول کېدو په اړه بېخبري ښودلې او د ملي امنیت د ادارې ویاند هم ویلي چې د ملي امنیت ادارې په دې عملیاتو کې برخه نه لرله.
د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه عموماً په تروریزم مشکوک کسان له خوشې کولو یا افغان چارواکو ته له سپارلو مخکې یوازې د څلورو ورځو لپاره په توقیف کې ساتلای شي خو د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې وویل، چې ښايي په دې قضیه کې د نیول شوېو تورنو د ساتنې موده وغځول شي.