د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

ویسترویله:له افغان چارواکو سره زموږ خبرې په دریو مسایلو څرخیدلې


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له افغان مشرانو سره یي خبرې تر ډیره د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد په بهیر، د بن په دویم کانفرانس او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د بیارغونې د بهیر په دوام متمرکزې وې.

ګویدا ویسترویله د پنجشنبې په ورځ په یو رسمي سفر کال ته را ورسید او د خپل افغان سیال په ګډون یي له ولسمشر کرزي او یو شمېر نورو جګ پوړو چارواکو سره ولیدل.

ده، چې له خپل افغان سیال ډاکټر زلمي رسول سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې له خپل افغان سیال او له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې پر دغو مسایلو سربیره د سولې او پخلاینې په روانو هڅو هم خبرې کړي:

(نن موږ د بن د کانفرانس په اړه، چې د روان کال په وروستیو کې په بن کې جوړیږي تفصیلي خبرې وکړې.

په مجموع کې زموږ ترمنځ خبرې په دریو مسایلو څرخیدلې، چې په کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر، امنیت او له ۲۰۱۴ میلاي کال وروسته د افغانستان د بیارغونې بهیر شامل وو.)

ویسترویله وویل، چې د دویم بن کانفرانس د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ، چې جرمني یي هم یو غړې دې د ژورو اړیکو څرګندویي کوي.

خو ده د دې کانفرانس په اړه زیات جزیات وړاندې نه کړل، چې ایا له افغان مشرانو سره یي د خبرو په مهال په دې برخه کې کومې سپارښتنې ترلاسه کړي او که څنګه.

له ارګ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې هم د بن د کانفرانس په اړه د شوېو خبرو جزیات نه دي وړاندې شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول هم په خپلو خبرو کې په دې اړه څه جزیات وړاندې نه کړل، خو ویي ویل، چې په دې اړه په تفصیل سره خبرې شوې دي:

(په دې سفر کې نن سهار دوي له افغان ولسمشر سره ولیدل او خبرې یي وکړې او له هغې وروسته موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې او ځانګړې ډول د بن د راتلونکي کانفرانس په اړه، چې د جرمني په کوربتوب جوړیږي تفصیلي خبرې وشوې.)

ټاکل شوې، چې د بن دویم کانفرانس د روان کال په وروستیو کې جوړ شي، چې په کې د افغانستان په اړه د نړېوالې ټولنې په راتلونکو مرستو خبرې وشي.

که څه هم افغان دولت د دې کانفرانس جوړول ضروري بولي، خو د ځینو هغو هڅو په وړاندې یي خبردارې ورکړې، چې په کې د افغانستان په استازیتوب د بیلابیلو ډلو د بللو خبره کیږي.

افغان دولت غواړي، چې په دې کانفرانس کې د افغانستان د استازیتوب مسئله دې افغان حکومت ته پریښودلې شي، که نه نو دوي به په کې ګډون ونه کړي.

خو دا، چې په دې سفر کې افغان مشرانو د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره دا مسئله مطرح کړې او که نه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG