د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۹

ختیځ ولایتونه:د سولې په ټینګښت کې یو موټی کیږو


د هېواد د څلورو ختیځو« ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان» د ولایتونو د یو والي سراسري شورا غړو د دوي په لومړي غونډه کې پریکړه وکړه، چې په سیمه کې به د سولې د ټینګښت لپاره یو موټی کیږي.

غونډه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یادو ولایتونو د شاوخوا دوه زرو اوسیدونکو په ګډون جوړه شوې وه.

د نورستان ولایت یوه مخور ښاغلي عبدالخالق حسیني پشه يي د غونډې د هدف او د سیمي د نوېو نا ارامیو په له منځه وړلوکې د غونډې نقش ته داسې اشاره وکړه:

«هدف دا دی، چې شورا دې د څلور ولایتونو سیمه ایزې ستونزې وڅیړي، دولت سره یي شریکې او د حل لارې ورته ومومي.

بله دا چې اوس مهال په کونړ او نورستان کې اور بل دی، خلک د پردیو د حملو له امله په اور کې سوزي، دولت باید د دې شورا غږ واوري او ناامنیو ته د حل لارې ولټوي.»

د غونډې ريیس قمرالدین شینواري، د سولې او ورورګلوی اهمیت د اسلام د دین له نظره تشریح کړ او پر خلکو یي غږ وکړ، چې دغه خدايي نعمت دی د دوي په هلو ځلو خپلو کورونو ته راولي.

د ختیځو ولایتونو سراسري شورا په داسې حال کې د سولې غږ کوي، چې دولت او نړېواله ټولنه هم هڅې کوي له مخالفینو سره د پخلاینې لارې چارې ومومي.

خلک وایي، لیدل کیږي چې نا امنیو له جنوبي سیمو څخه ورو ورو ختیځو سیمو ته مخه کړې ده او دا شورا باید ډیرې هڅې وکړي چې د ولسونو او دولت په همکارۍ یي مخه ونیسي.

د غونډې یوه ګډون وال ازادۍ رادیو ته وویل:

«خلک له دې شورا ډیرې هیلي لري، باید شورا په پوره صداقت د خلکو د ستونزو اواري ته لاس په کار شي.»

ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان هغه ولایتونه دي، چې نا امني په کې په دی وروستیو کې د پخوا په نسبت زیاته شوې.

پر سرحدي سیمو یي د پاکستان له لوري توغندي هم ویشتل کیږي، چې له امله یي تر اوسه شاوخوا سل تنه مړه او ټپیان شوي او په سلګونو کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوي دي.

افغان چارواکي وایي، د ستونزې حل ته یي تدابیر نیولي او دم ګړۍ د پاکستان له لوري په سرحدي سیمو د توغندېو ویشتل بند شوي دي.
XS
SM
MD
LG