د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۱

د پخوانۍ یوګوسلاویا په جنګي جرمونو وروستی تورن ونیول شو


د پخوانۍ یوګوسلاویا په جنګي جرمونو وروستی تورن ونیول شو، په نویمو کلونو کې چې په یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پر مهال یو سل او یو شپیته تنه په جنګي جرمونو تورن شول، یوازې ګوران هادیچ لا تری تم و چې پرون ونیول شو.

سربیا اعلان وکړ، چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې په جنګي جرمونو تورن وروستی کس، ګوران هادیچ، یې ونیو.

د دې خبرې اعلان پرون په بیلګراد کې د سربیا ولسمشر په یوې خبرې غونډې کې وکړ:

«نن سهار اته بجې او څلورویشت دقیقې، ګوران هادیچ د ( فروسکا ګورا) په سیمه کې ونیول شو.

له دې سره سربیا ټولې هغه ستونزې چې د هاګ له محکمې سره د همکارۍ په برخه کې لرلې هوارې کړې.»

د هادیچ مدافع وکیل خبریالانو ته څرګنده کړه، چې موکل به یې هڅه ونه کړي چې له محاکمې وغواړي چې دی دې په هاګ کې نړېوالې محکمې ته نه سپاري. له دې داسې ښکارې چې په څو ورځو کې به هادیچ هاګ ته انتقال شي.

۵۲ کلن هادیچ د جګړې پر مهال په کروشیا کې د سربیانو د بیلتون غوښتونکو مشر و.

دی په دوه زره څلورم میلادي کال کې په څوارلسو مواردو کې په جنګي جرمونو تورن وبلل شو، چې د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۵ کلونو تر منځ یې ترسره کړې دي.

په ځانګړې توګه په ۱۹۹۱ کال کې د فوکوفار په ښار کې په ده تور دی چې ۲۵۰ ملکیان چې سربیان نه وو، ده وژلي دي.

هادیچ په دې هم تورن دی، چې ده د فوکوفار ښار ړنګ کړ، دغه ښار له نړېوالې دوهمې جګړې وروسته لومړی اورپایي ښار دی چې په جګړې کې وران شو.


د هادیچ د نیولو له اعلان وروسته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن پرون په بروکسل کې وویل، په اروپایي ټولنه کې د سربیا د استازیتوب امکان غښتلی شو:

«ما نن د ګوران هادیچ د نیولو هرکلۍ وکړ، دا د سربیا د حکومت او د ولسمشر تادیچ د دې ژمنې لپاره مهم اقدام دی، چې ژمنه یې کړې وه، سربیا به له تیرو ستونزو سره داسې چلند وکړي چې د راتلونکې په لور ګام واخلي. دغه راتلونکې زما په باور غښتلی اروپایي استازیتوب دی»

هادیچ د سربیا په هغو جنګي مجرمانو کې وروستی کس و، چې ملګرو ملتو تورن کړی و او لا هم نه و نیول شوی.

تر ده مخکې په مې کې د جګړې د وخت جنرال راتکو ملادیچ ونیول شو، خو اروپایي ټولنې پر بلګراد فشار راوستی و چې په دې ټولنه کې د غړیتوب لپاره باید په جنګي جرمونو وروستی تورن، هادیچ هم ونیول شي.
XS
SM
MD
LG