د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د ولسمشر کرزي واکمني به دوام وکړي؟


ولسمشر کرزی د خپلو کشر ورور احمد ولي کرزي د جنازې د خښتو پر مهال
ولسمشر کرزی د خپلو کشر ورور احمد ولي کرزي د جنازې د خښتو پر مهال
ګارډین لیکی، د ولسمشر حامد کرزي د ځواکمن وروراحمد ولي کرزي له وژل کیدو یوه اوونۍ وروسته د هغه د نژدې همکار او لارښود وژنې نوې پوښتنې راپورته کړي، چې ایا تر ۲۰۱۴ کال پوری به چې له افغانستانه بهرني ځواکونه وځي، د افغانستان کمزوری نظام ړنګ نه شي؟

د کرزي سلاکار او د ارزګان پخوانی والي جان محمد خان د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل کې په خپل کورکې د دو وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.

دغه وسله وال د دوشنبې ترسهار پورې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل و. په دې بریدکې په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی هاشم وطنوال هم ووژل شو.

د ګارډین په وینا د دغو دو ځواکمنو څیرو وژنې چې چا یې په برید کې د وژل کیدو تصورهم نه کاوه، ډیره ویره خپره کړې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازی احمدشاه بهزاد وایي، دغه وژنې د دې څرګندونه کوي، چې کرزی په خپلو سیاستونو کې ناکامه دی، وضعیت ډیر بحراني دی او کرزي پرهیواد کنټرول له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو پر ادعا شک:

طالبانو د دواړو قتلونو مسوولیت په غاړه اخیستی خو د هغوی پردغې ادعا شک کیږي. تراوسه دا نه ده روښانه، چې ایا تیره اونۍ د ولسمشر ورور احمد ولي کرزی طالبانو وواژه؟

ولي کرزی د هغه د امنیتي ساتونکو د مشر سردارد محمد له خوا ووژل شو. د هغه په اړه ویل کیږي، چې ده دا کار د پیسو په بدل کې کړی یا په پاکستان کې د طالبانوخوا جذب شوی دی.

ګارډین لیکي، دغه دواړه قتلونه ډیر سره یوبل ته ورته دي. احمد ولي د ولسمشر کرزي ورور او په کندهار کې د هغه کلک ملاتړی و. جان محمد خان چې ویل کیږي، د کرزي وروڼو ته یې د پلار حیثیت لاره، هم په ارزګان کې ورته دریځ درلود.

د ګارډین په وینا دوی دواړه ډېر ځواکمن کسان وو، چې قدرت یې په خپل زور ټینګ کړی و او د مخدره مواده د قاچاق له لارې د ډیرو ملکیتونو او جایدادونو خاوندان شوي وو.

جان محمد خان چې د ولسمشر په قوم پوپلزو پورې تړلی دی، په ۲۰۰۶ کال کې په ارزګان کې د میشتو هالنډي ځواکونو د انتقادونو په نتیجه کې د دې ولایت له مقامه لیرې شو.

ګارډین

د سیمه ییزو قانوني ادارو نشتوالي ته په پام سره لویدیځو ځواکونو د طالبانو په وړاندې جګړه کې ترډيره پردوی دواړو اتکا کړې وه.

احمد ولي کرزي په کندهار کې شخصي ملیشه درلوده، چې د مشکوکو وسله والو طالبانو پرضد عملیاتو کې یې د ناټو له ځانګړو ځواکونو او سي. ای. اې سره همکاري کوله.

جان محمد خان چې د ولسمشر په قوم پوپلزو پورې تړلی دی، په ۲۰۰۶ کال کې په ارزګان کې د میشتو هالنډي ځواکونو د انتقادونو په نتیجه کې د دې ولایت له مقامه لیرې شو.

هالنډي ځواکونو نوموړی په مخدره مواده کې په لاس لرلو تورن کړی و. که څه هم هغه کابل ته وغوښتل شو، خو له دی سره سره یې په ارزګان کې خپل قدرت وساته.

د هغه یو وراره چې مطیع اله نومیږي، ویل کیږي، د ملیشو یوځواک لري، چې په سیمه کې د ناټو د کاروانونو د خوندي لیږدولو او د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د همکاري له بابته له بهرنیو ځواکونو پیسې ترلاسه کوي.

د ورځپاڼې په وینا جان محمد خان د مشکوکو طالبانو او د خپلو سیالانو په له منځه وړلو کې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کوله.

توماس روتیګ چې په کابل کې میشت د افغان کارپوهانو له شبکې سره کارکوي، وایي، جان محمد خان د خپلو سیالانو په مقابل کې ډېر بې رحمه و. هغه دوی د طالبانو په نوم ځپل.

د شمال زون د پولیسو عمومي قومندان جنرال داوود داوود

دوه میاشتې مخکې د کرزي د حکومت یو بل ځواکمن قومندان د شمال زون د پولیسو مشر جنرال داود داود په تخار کې په یوې انتحاري حمله کې ووژل شو. دغه حمله د طالبانو د یوه غړي له خوا چې د پولیسو په لیکو کې یې نفوذ کړی و، ترسره شوه.

ګارډین لیکي، د لوړ پوړو چارواکو او سیاسي مشرانو د هدفي وژنو لړۍ په داسې حال کې تیزه شوې؛ چې په هیواد کې د ننه د یو شمیر نورو پټو کړیو په منځ کې چې د قدرت لپاره سیالي کوي، قتلونه ترسره کیږي.

د ورځپاڼې په دغو شبکو کې اکثره جګړه ماران او د مخدره موادو قاچاقبران راټول شوي دي.

د چارو کتونکي وایي، دغو وژنو د ولسمشر کرزي سیاسي قدرت او همداشان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د طالبانو په وړاندې د هغه توان کمزوری کړی دی.

په افغانسان کې د بریتانیا پخواني ډیپلومات ګیرارد روزیل وویل، د قدرت تعادل ته زښت زیات زیان رسیدلی او د مرکزي حکومت واکمني محدوده شوې.

له دغو هدفي وژنوسره په یوه وخت په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال بهیر هم پیل شوی؛ چې تر۲۰۱۴ م کال پورې به له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره پشپړ شي.

خو یوشمیر تحلیلګران وایي، چې د ولسمشر کرزي د خپلوانو او بانفوذه اشخاصو وژنې په دې اړه چې د کرزي واکمني به ترهغه وخته دوام وکړي، شکونه راپورته کړي دي.

راپور: نوریاس نوري
XS
SM
MD
LG