د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلنټن پرون د یوه سیاسي هیات په مشرۍ نوي ډیلي ته ورسېده چې له هند سره د اتومي ټکنالوژۍ د همکاریو او د افغانستان او پاکستان د حالاتو په باب د متحدو ایالتونو پر اندېښنو خبرې وکړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره به نن له هندي چارواکو سره له افغانستانه د لومړنیو امریکايي پوځي قطعو د وتلو او له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبرې وکړي.
همداراز به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو په اړه د هند اندېښنه، او له هند سره د امریکا زیاتېدونکې تجارتي اړیکې د هند له مشرانو سره د مېرمن کلنټن د خبرو په اجنډا کې شاملې مسلې وي.
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له پرېکړې سره سم به په یوه کال کې ۳۳ زره امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.
هند له طالبانو سره د افغانستان او امریکا د سولې د خبرو په باب اندېښنه لري او په دې پروسه کې د پاکستان د زیاتېدونکي نفوذ په وړاندې نارضایتي ښيي.
له مېرمن کلنټن سره به د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د هند د خبرو د پرمختګ او په سیمه کې د ترهګرۍ د خطرونو په باب مالومات وړاندې کړي.
مېرمن کلنټن به د هند له بهرنیو چارو وزیر ایس.ایم کریشنا سره د ستراتیژیکو خبرو لپاره په هند کې درې ورځې تېرې کړي.
دې په ۲۰۰۹ میلادي کال د باندنیو چارو وزیرانو په سویه له هند سره د امریکا ستراتیژیکې خبرې پیل کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلنټن پرون وروسته له دې هند ته ورسېده چې تېره اوونۍ په مومبی کې درې چاودنې وشوې او نولس تنه پکې ووژل شول.
مېرمن کلنټن به د هند له درې ورځني سفره وروسته چین، هانګ کانګ او اندونیزیا ته لاړه شي.