د بریتانیا د پارلمان یوه کمیټه وایي، د دې هیواد ځواکونو چې په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان جنوب ته استول شوي وو، کافي وسایل نه درلودل، شمېر یې کم و او د طالبانو په وړاندې مبارزه کې له کافي پیاوړتیا نه وو برخمن.
د بریتانیا د پارلمان پر دفاعي چارو د څارنې کمیټې له خواپه خپاره شوي راپور کې دغه رازد بریتانیا پرلوړ رتبه پوځي چارواکو او د کابینې پرغړیو انتقاد شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، کله چې بریتانوي ځواکونه په ۲۰۰۶ م کال کې د امریکایي ځواکونو پرځای په هلمند کې ځای پرځای کیدل، بریتانیایي چارواکو د هغوی د راتلونکې په اړه سمه پیشبیني نه وه کړې.
د فرانسپرس خبری اژانس د راپور له مخې دغې کمیټې په خپلو څیړنو کې د هوایي ځواکونو د نیمګړتیاو یادونه کړې او وایي، هغو عسکرو ته چې په سړک کې له ښخ شویو ماینونو سره مخامخ شوي وو، په خپل وخت مرستې نه دي رسیدلي.
د وسله والو مخالفانو له خوا په سړک کې ښخ شوي ماینونه، په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو د تلفاتو د زیاتوالي مهم عامل بلل شوی دی.
د فرانسپرس په وینا که څه هم د بریتانیا د پوځ قومندانانو په هلمند کې کافي عسکر او جنګي وسایل نه درلودل خو بیایې هم له شته امکاناتو رضایت څرګند کړی و.
د بریتانیا د پارلمان پوځي کمیټه وایي، په ۲۰۰۶ کال کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته ویل شوي وو، چې په افغانستان کې بریتانوي قوماندانان له هغو امکاناتو څخه راضي دي، چې دوی یې په واک لري، حال دا چې وضعیت بل ډول و.
د بریتانیا د پارلماني کمیټې په راپور کې ویل شوي، چې بریتانوي ځواکونو ته دنده سپارل شوې وه، چې په هلمند کې امنیت ټینګ کړي، د دې ولایت د جګړه ځپلو ښارګوټو په بیارغونه کې مرسته وکړي او په دې ولایت کې یوه اغیزمنه سیاسي اداره رامنځ ته کړي، خو برعکس دغه ځواکونه په دې ولایت کې په خونړیو جګړو کې ښکیل شول.
دغه کميټه زیاتوي، بریتانوی ځواکونو پنځه چینوک ډوله هیلیکپټرې درلودې حال داچې دغو ځواکونو دوه برابره یانې لس دا ډول هیلیکپټرو ته اړتیا درلوده.
بریتانوي ځواکونو ته زغروال وسایل چې په سړک کې د ښخ شویو ماینونو په وړاندې مقاومت لري، نه وو ورکړل شوي.
د بریتانیا د پارلمان پوځي کمیټې پرحکومت د انتقادونو په ترڅ کې ویلي، چې د دفاع وزارت په خپل وخت د دغو ستونزو د لیرې کولو لپاره اقدام نه دی کړی چې په نتیجه کې یې دغه ستونزې ډیرې زیاتې شوي.
د فرانسپرس خبری اژانس د دغې کیمټې د ریس جیمز اربوتنات له قوله ویلي، چې وایي، بریتانوي ځواکونود عالي روزنې د کیفیت په درلودلو په سختو شرایطو کې ښې لاس ته راوړنې لرلي دي.
خو هغه زیاتوي، هغه شمیرځواکونه چې په ۲۰۰۶، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په هلمند کې ځای پرځای وو، لکه هغسې چې ورڅخه تمه کیده کارونه په هیڅ وجه سم نه شوی ترلاسه کولای.
بریتانیا په ۲۰۰۹ کال کې په هلمند کې د خپلو ځواکونو شمیر زیات کړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په زیاتیدو سره د دې ولایت امنیتي وضعیت اوس نسبتا ښه شوی دی.
بریتانیا په افغانستان کې نژدې لس زره عسکر لري، چې پنځه سوه به یې د راتلونکي م کال ترپایه او پاتې به یې په تدریجي ډول د ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هیواده ووځي.
د تیرې شنبې په ورځ یو بریتانوی عسکر د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ووژل شو، چې په دې سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې بریتانیا افغانستان ته عسکر استولي، د وژل شویو بریتانوي عسکرو شمیر ۳۶۷ تنوته ورسید.