په بریتانیا کې د روپرت مرداک د شرکت مربوطو ورځپاڼو له خوا د تیلفوني مکالمو د اوریدل کیدو له تورونو د جوړې رسوایې په اوج کې نن د لندن یوې محکمې په پیښه کې د لاس درلودو په اتهام نیول شوې ربیکا بروکس په ضمانت له زاندانه خلاصه کړه.
په عین حال کې د لندن د پولیسو مشر پاول سټیفنسن د یکشنبې په ورځ خپله استعفې اعلان کړه، دا په داسې حال کې ده چې د نیوز انټرنشنل مسولې ربیکا بروکس په لانجه کې د لاس درلودلو او پولیسو ته د بډو ورکولو په خاطر تر شک لاندې وه او د جمعې په ورځ یې استعفې کړې وه .
بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامیرون نن وویل، چې دې لانجې په پولیسو د خلکو باور ته شدیده ضربه ورکړې ده، ده نن د جنوبي افریقا له ولسمشر جاکوب زوما سره د خبرو پرمهال د دې مسلې په اړه وویل:
( د لندن د پولیسو په سیسټم کې وضعیت په حکومتي سیسټم کې له وضعیت سره ډیر توپير لري ځکه هغه مسله چې متروپولیتین پولیس یې په اړه څيړنه کوي او د دوي شاوخوا مسایل د نیوز اف د وړلد د فعالیتونو او خپله د پولیسو په اړه د هغوي تحقیقاتو د خلکو باور ډیر زیانمن کړی دی .)
ډيویډ کامیرون په ۲۰۰۷ کال کې د نیوز اف د وړلد مسول مدیر اندي کولسون د خپلو ارتباطاتو مسول وټاکه او له دې امله تر شدیدو انتقادونو لاندې دی .
د بریتانیا څو معتبرې ورځپاڼې د سن ، نیوز اف د وړلد ، د ټایمز او سنډې ټایمز د نیوز انټرنشنل په چوکاټ کې فعالیت کوي .