د امريکا د نړېوالې پراختيايي ادارې(( يوسايډ))په شپږ لکه او لس زره امريکايي ډالرو مالي لګښت د لغمان مرکز مهترلام کې د تازه ميوو او سبزيجاتو د پيراو پلور مارکيټ بشپړ او ګټه اخيستنې ته وړاندې شوې.
په ختيځه سيمه کې کې د یو، اس، ای، ډي اړونده د ايډيا نيوليزرافسر سيد نور احمدسادات وایي، چې دغه مارکيټ څلور اويا کپي (دوکانونه ) پنځلس تشنابونه، کثافت دانۍ او يوه د اوبو يوه پنځه ويشت زره ليتره ظرفيت لرونکي څاه، يوه سړه خونه،د موټرو پارکينګ، خروجي او دخولي دروازې او يو تالار چې په يوه وخت کې د دوه سوه تنو د ځايدو ظرفيت لري د يو کال په موده کې يې د جوړيدو چارې بشپړې شوي دي.
هغه زياته کړه، پخوا په مهترلام ښار کې د تازه ميو هټيوال د سړک پر غاړو تر شنه اسمان لاندې خړو دوړو کې خپل توکي پلورل خو په خبره يې اوس دوي کولای شي خپل توکي په خوندي ځايونو کې وپلوري.
نوموړي ټينګار وکړ، چې يو سايډي هڅه کوي، چې په سيمه کې کرنيز سکتور پياوړی کړي او کروندګر د دې جوګه کړي چې خرڅلاو يې زيات او وکولای شي چې خپل اضافي توليدات مارکيټ کې د غوښتنې تر لوړيدا پورې زيرمه کړي .
هغه دا هم وويل، چې دا مهال يې ياد مارکيټ رسما د لغمان ولايت ښاروالۍ ته سپارلی دي.
د لغمان ولايت ښاروال مقيم نيازي بيا د ياد مارکيټ له جوړېدو څخه خوښي څرکنده کړه او زياته يي کړه، چې په پام کې لري چې ښار ته پراخوالي وکړي نو له همدې امله يې د ښار ډيری هټيوال دغه مارکيټ ته راوستي دي .
هغه وويل، چې هټيوالو ته يې د دواطلبۍ په شکل دوکانونه په کرايه ورکړي دي، نوموړي زیاته کړه چې په مارکيټ کې يې لومړني دوکانونه په ۶۰۰ افغانۍ او د منځ هټۍ يې په ۵۰۰ افغانۍ کرايه ورکړي دي .
د لغمان ولايت يو عمده پلورونکي شاغاسي ازادۍ راډيو ته وويل، چې پخوانۍ مارکيټ ډېر چټل وو، احاطه يې نه لرله د توکو ساتلو لپاره يې زيرمه نه لرله او په بارانونو کې به هم موږ په تکليف وو خو اوس مو ټول مشکلات حل دي.
دغه راز شاجهان هغه پلورونکی دی، چې پر ښاروالۍ نيوکه کوي او وايي، چې دوي له موږ سره ژمنه کړې وه، ټول هټوال به له بازار څخه باسو خو په خبره يې اوس هم کوم خلک چې پيسې او واسطي لري هغه په بازار کې خپله سبزي پلوري چې له امله يې زموږ مارکيټ خراب کړي او موږ ته خلک نه راځي .
نوموړي دغه راز د يوسايډي له ادارې څخه غوښته وکړه، چې دغه مارکيټ ته دې بريښنا راتيره کړي، خو د لغمان د ښاروالۍ چارواکو د دوکاندارانو ځينې دا ډول غوښتنې رد کړې .
د دغه مارکيټ په جوړېدو سره د سيمې خلک خوښ دي او وايي، چې د لغمان په ولسواليو کې به د ميوو او سبزيجاتو په توليداتو کې زياتوالی راشي او د خرڅلاو کچه به يې لوړه شي.
محمدداودوفا-جلال اباد