د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۹

هما او عبدالبصیر:ملا عمر د سولې خبرو ته چمتو دی


د ولسي جرګې برحاله غړې هما سلطاني او د کندز د قلعه زال یو اوسیدونکي مولوي حاجي عبدالبصیر
د ولسي جرګې برحاله غړې هما سلطاني او د کندز د قلعه زال یو اوسیدونکي مولوي حاجي عبدالبصیر
د ولسي جرګې برحاله غړې هما سلطاني او د کندز د قلعه زال یو اوسیدونکي مولوي حاجي عبدالبصیر وایي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دې.

دوي، چې ځان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ منځګړي معرفي کوي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په مستقیم ډول یی له ملا عمر سره لیدلي.
کله یې چې د سولې په اړه د ملاعمر لاسلیک واخیست


مولوي عبدالبصیر وویل، چې ملا عمر ته یی د سولې یوه طرحه، چې د ولسمشر کرزي له خوا هم تایید شوې وه وړاندې کړې او هغه منلې.

ده د خپلو هڅو په اړه وړاندې وویل:

(زموږ وینا د باور وړ ده، که نړېواله ټولنه د ملا عمر د امنیت تضمین وکړي موږه چمتو یو چې په یوه ورځ کې ملاعمر دغه ستیج ته حاضر کړو چې دا مهال زه درسره خبرې کوم.

د سولې عالي شورا چې دوي جوړه کړې د یوه فرد لپاره غره ته ورځي او له هغه کس هم د حکومت کس وي هغه سره سوله کوي او بیا وایي چې هغه کس سولې ته تسلیم شو او هغه په اصل کې حکومتي کس وي.)

نوموړي زیاته کړه، کله یې چې د سولې په اړه د ملاعمر لاسلیک واخیست نو دغه اسناد یي بیا د ولسمشر د دفتر مسولینو بې ځایه وګڼل او د رد ځواب ورته ورکړل شو.

د ولسي جرګې غړې هما سلطاني له ملاعمر سره د لیدو په اړه وویل:

(ښاغلي ملاعمر زمونږه طرحه ومنله، ملاعمر اوس له موږ سره دې، یو کال مخکې موږ له ملاعمر څخه د ملاقات غوښتنه وکړه چې هغه ومنله.

ملاعمر د افغانستان یوه سرحدي ولایت ته راغی چې ما او عبدالبصیر ورسره وکتل.

موږ له هغه سره خبرې وکړې او بیا ما ورته د سولې ټیکری هوار کړ، ملاعمر زما په ټیکری کیناست او د هېواد سوله یي موږ ته را وسپارله.)

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، چې ملاعمر یو ځل د کابل یو نیم سل کیلو متري ته هم راغلی وو خو افغان چارواکي یې له خبرو څخه په شاه شول.

میرمن سلطاني د سولی عالي شورا کارونه سمبولیک بولي او وایي، چې هغوي تر اوسه نه دي توانیدلي چې د طالبانو له اصلي کسانو سره خبرې وکړي.

دې وویل، ملاعمر ورته ویلي چې د افغانستان له اساسي قانون سره ستونزه نه لري، ژبنې تضاد له چاسره نه کوي او د ښځو حقوق هم ساتي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم دغه مسله تاییدوي خو وایي، چې ولسمشر ورته تر اوسه د شک په سترګه ګوري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمي وایي، ملاعمر ولسمشر کرزي ته په لیک کې د دغو کسانو استازیتوب تایید کړی وو، خو دوي ته حقیقي نه ښکاري:

(دا خبره ریښتیا ده، چې دوي له ولسمشر سره ملاقات درلود، دوي وویل چې موږ د ملاعمر له خوا یو لیک لرو خو موږ ته ثابته نه شوه چې دغه لیک ریښتیا د ملاعمر ده او که نه؟ ایا ریښتیا دا د ملاعمر امضا وه او که نه.)

د تیر کال په کب میاشت کې د عبدالخالق په نامه یوه کس په کابل دوبۍ هوټل کې هم کانفرانس ورکړ او ځان یې د ملا عمر استازی معرفي کړی وو.
دغو دوو کسانو هم د ملاعمر د استازي په توګه عبدالخالق تایید کړ او زیاته یې کړه چې هغه هم د دوي یو کس وو.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه خبرې چې عبدالخالق کړې وې رد کړې، خو دغو دوو کسانو نن د ملا عمر له خولې وویل چې ملاعمر په ذبیح الله مجاهد تور لګولی چې په افغانستان کې د هر راز بدو پېښو مسولیت په غاړه اخلي.

دوي وویل، چې ملاعمر ورته ویلي چې له ذبیح الله مجاهد سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.

اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG