د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

ولسي جرګې د احمد ولي کرزي وژنه د جنوبي سیمو امن ته لوی ګواښ وباله


د کندهار د ولایتی شورا د ريیس او د جمهور ريیس د ورور احمد ولي کرزي وژل کیدو دا اندیښنې راپیدا کړي دي، چې ګواکې له دې وروسته به د هېواد د جنوبې سیمو او په تیره د کندهار امنیتي وضیعت ګډوډ شي.

ولسي جرګه وایي، ولي کرزي په ټوله جنوبي سیمه کې، له خلکو سره ښې اړیکې لرلې او د سولې په راوستلو کې یو اغیزناک شخصیت و.

د ولسي جرګې د چهار شنبې د ورځې په عمومي غوڼده کې د رسمي وخت ترپای پورې د ولي کرزي په شخصیت او له ده څخه په را وروستو امنیتي حالاتو بحثونه روان وو.

د جرګې غړي نعیم حمیدزي لالي وویل:

″دی بانفوذه شخصیت و، وسله والې ډلې یې د سیمې بې نظمي ته نه پریښودلې، یوازې په کندهار کې نه بلکې لوی کندهار ته اغیزناک شخص و، د ده وژل کیدل ښایي، د کندهار په وضیعیت ناوړه اغیزه وکړي.″

د کندهار د ولایتي شورا ريیس او د جمهور ريیس حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزی د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ده د یوه ډیر باوري ساتونکي له خوا په ډزو ووژل شو.

د کندهار ولایت سپین ږیري وایي، ولي کرزی د سیمې د هرډول شخړو د اواري لپاره، والي، امنیتي مسوولینو او نورو سیمه ایزو چارواکو ته سودمنې مشورې ورکولې.

قومي مشران وایی، د سیمې د قومونو ترمنځ ډیرې خپلمینځي شخړې، د ولي کرزي په صلا مشوره اوارې شوي دي.

د کندهار اوسیدونکی شیراغا سلیمانخیل وایي:

″سپین ږیرو سره یې ښې اړیکې لرلې، خلکو یې هم خبره منله، ډیر ولسونه یې پرځان راټول کړي وو، هره شخړه یې په ښه توګه اوارولې شوه او اوس کیدای شي دا سپین ږیري بېرته خواره واره شي.″

د سیاسي چارو کارپوه محمد یونس فکور وایي، مخکې له دې چې د کندهار امنیتي وضیعیت خراب او خپلسرې وسله والې ډلې په کې بیا سرونه راپورته کړي، حکومت باید په لږه موده کې جدي تدابیر ونیسي:

″ده ټول وسله وال د ځآن په ګټه مهار کړي وو، اوس نو دولت ته په کار ده چې دا خلا ډېره ژر ډکه کړي، ښه والي، اغیزناکه ولایتي شورا جوړه خلک راټول او دغه تشویش په جدي تدابیرو له مینځه یوسي.″

د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د ده بل کشر ورور شاولي کرزی د کندهار د ولایتي شورا د رییس په توګه وټاکه.

د احمد ولي کرزي د وژنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، پیښه یې د ځانونو لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

احمد ولي کرزی له دې مخکې له څو مرګوني بریدونو څخه بچ پاتې شوی و.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG