د افغان ملي پولیسو د روزنې په برخه کې د ناټو ماموریت وایي، افغان ځواکونو دامهال دا وړتیا پیدا کړې، چې په بیړنیو حالاتو کې له ځانه دفاع وکړي او د مخالفینو هر راز حملې شنډې کړي.
ناټو دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په راتلونکو څو ورځو کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت سپارلو لړۍ په تدریجي توګه پیلیږي.
د پولیسو په برخه کې د ناټو دروزنې د قومندان مرستیال استول بیر چې په کابل کې یې د خپل ماموریت په وروستې ورځ خبرې کولې وویل، افغان ځواکونه دې ته چمتو دي چې امنیتي مسولیت په غاړه واخلي.
″په ستونزمن حالت کې افغان پولیس دې ته چمتو دي، چې عملیات رهبري کړي خو موږ به هرهغه څه ورته برابر کړو، چې دوی ورته اړتیا لري.
موږ به له امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستوته دوام ورکړو او هرراز اسانتیاوې به ورته برابرې کړو.
دامهال افغان امنیتي ځواکونه له هرې ستونزې سره مبازه کولی شي او امنیتي چارې په غاړه اخیستی شي په همدې هدف موږ د کورنیو او دفاع وزارتونو سره مرسته کوو.″
نوموړي زیاته کړه، له دوه زره او څورلسم کال وروسته به هم د دوی ملاتړ دوام لري او له افغان امنیتي ځواکونو سره به ترهغو مرسته کوي، چې په خپلو پښو ودریږي.
بیر وویل، د وخت په تیریدو سره به د افغان پولیسو وسلې هم نوې شي او هڅه به وشي چې هوایي ځواک یې هم پیاوړی کړي.
نوموړی وایي، دوی غواړي د افغان پولیسو شمېر یولک او اوه پنځوسو زرو ته ورسوي، چې دامهال یې شمېر یو لک او دیرش زره دی.
په ورته وخت کې داسې اندیښنې موجودې دي، چې افغان پولیس مسلکي نه دي او اکثره یې بې سواده دي.
خو جنرال بیر وایي له دې وروسته به ددوی زیاته پاملرنه د پولیسومسلکیتوب ته وي او د پولیسو په روزنیزو پروګرامونو کې به پراختیا راولي.
″موږ د پولیسو لپاره شااوخوا پنځه سوه روزونکي لرو، چې دا مهال دوی ته روزنه ورکوي.
له دې پرته موږ د روزنیزو پروګرامونو پراختیا هم پیل کړې. د پولیسو د روزنې پروګرام پخوا شپږ اونۍ و، چې دامهال اته اونۍ شوی او غواړو دغه پروګرام شپاړسو اونیو ته ورسوو.
له دې سره سم به موږ د پولیسو لپاره یو نوی تعلیمي نصاب رامنځ ته کړو، چې په هغه کې به دقانون دپلي کیدو او بشري حقونو زده کړې شاملې وي.″
د نوموړي په خبره دامهال د هیواد په بیلابیلو برخو کې څوارلس نیم زره پولیس په ۳۶ مرکزونو کې په ښوونه اوروزنه بوخت دي او وایي دغه هڅې به نورې هم زیاتې شي.
بیرزیاته کړه دامهال هم زرګونو امنیتي ځواکونو دلیک لوست زده کړې ته نوم لیکنه کړې او دې ته انتظار دي چې روزنه ورکړل شي.
د پولیسو دپیاوړتیا او ډیروالي په اړه دغه خبرې په داسې حال کې کیږي چې ډیر خلک اندیښنه لري چې وسله وال مخالفین به د پولیسو لیکو ته ننوځي
خودناټو دغه جنرال په خپلو خبرو کې وویل چې د پولیسو دجذب پړاوونه دامهال د پخوا په پرتله دقیق شوي او مخالفین په اسانه نه شي کولای چې ددوي لیکو ته ننوځي.
راپور : اسدالله لودین