د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۸

د ایکوټا تړون به د افغانستان په سوداګرۍ کې څومره ګټور وي؟


ډاکټر انوالحق احدي وايي، د کال تر پایه به دایکوټا تړون په غړو هېوادونو کې پلي شي.
ډاکټر انوالحق احدي وايي، د کال تر پایه به دایکوټا تړون په غړو هېوادونو کې پلي شي.
په کابل کې د ایکو سازمان د غړو هیوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په دې پریکړه کړې چې د ایکوټا تړون د روان کال ترپایه باید په ټولو غړو هیوداونو کې پلي شي.

د ایکوټا تړون له مخې به د ایکو یا اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ په لومړی سر کې ګمرکي تعرفی کمې شي او هڅه کیږي، چې په وروستې پړاو کې بالکل له منځه لاړ شي.

د اقتصادي همکاریو د سازمان څلورم کنفرانس چې دوه ورځې مخکې په کابل کې پیل شوی وو، د چهار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په صادرولو سره پای ته ورسید.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي چې د غونډې په پاې کې یې خبریالانو ته وینا کوله، دغه کنفرانس د افغانستان لپاره مهم او بریالی وباله او د کنفرانس د اعلامیې ځینو ټکو ته داسې اشاره وکړه:‎

″د ایکوټا تړون به د ګمرکي تعرفه د غړو هېوادونو تر منځ کموي او اخري هدف یې دا دی، چې ګمرکي محصول د غړو ممالکو ترمنځ له منځه لاړ شي او باید د کال تر پایه د ایکوټا تعمیل شروع شي.

یو بل مهم بحث د موافقتنامه دا ده، چې ګمرکي پروجیجرونو او طرزالعملونو وحدت منځ ته راشي، بل مهم کار دا دی، چې د غړو هېوادونو ترمنځ یو بانک جوړ شوی دی، چې د تجارت او انکشاف بانک دی، چې افغانستان یې غړی شي او اسنادونه یې امضا شي، خو له بده مرغه پرون چې کوم المناکه واقعه په کندهار کې وشوه، کیدای شي ولسمشر ته موقع نه وي پیدا شوې چې هغه امضاء کړي او دغه بانک به د منطقې هېوادونو ته د قرضې په ورکړې کې عمده نقش ولري.″

ډاکټر احدي زیاتوي چې د خصوصي سکتور سره د همکاریو په برخه کې هم ځینې موافقې لاسلیک شوي او د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر نورو غیر تعرفوي خنډونو په لیرې کولو یې هم بحث کړی دی.

په دغه کنفرانس کې د یو کمیسیون په رامنځته کولو هم چې د غړو هېوادونو د محصولاتو په اړه به نندارتونونه جوړويې موافقه شوې ده.

د ایکو سازمان عمومي منشي محمد یحیی معروفي وایي، چې د ایکوټا تړون ټولو هیوادونو لاسلیک کړی او یوازې اجرایوی بڼه یې پاتې ده.

ښاغلی معروفي وایي، چې یوازې د اکثرو هیوادونو له لورې د ګمرکې تعرفې او بې تعرفې لست نه دی بشپړ شوی چې له مخې یې په ټولو هیوادونو کې پلي شي.

همداشان، ښاغلی معروفي وایي، چې د سوداګرۍ او ټرانسپورټي موضوعاتو سربیره دوی د غړو هیوادونو ترمنځ د کرنې، روغتیا، چاپیریال ساتنې او نورو برخو کې هم کار کوي.

″هغه موافقې چې په هېوادونو کې مشترکې دي، منځ ته یې راولو او د هغه همکاري د هغه په طبیق کې ولرو، که هغه تجارت دی، که ټرانسپورټ، که هغه زراعت دی، که هغه محیطي مسایل دي، صحي مسایل دي او د نشه يي توکو مسایل چې له مهمو موضوعاتو څخه دی. کیدای شي په منطقوي شکل په دې برخو کې د هېوادونو همکاري وشي.

که هر هېواد وکولای شي دا په یواځنی شکل مخ ته یوسي خو بیا هم دې ته اړتیا لري، چې له نړۍ سره همکاري وکړي او بهتره به دا وي، چې د منطقوي شکل یې پیل کړی.″

ایکو سازمان په ۱۹۸۵ میلادي کال کې رامنځته شوی چې افغانستان یې په ۱۹۹۲ کې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د سازمان هدف په غړو هیوادونو کې د سوداګری زیاتیدل او پانګې اچونې ته د زمینې برابرول دي.

د ایکو هیوادونو دا څلورم کنفرانس شپږ کاله وروسته جوړ شوی او تمه کیږي، چې پنځم کنفرانس یې دوه کاله وروسته د ایران په تهران کې جوړ شي.

د ایکو په سازمان کې لس سیمه اییز هیوادونه غړیتوب لري، چې په دغه کنفرانس کې د اذربایجان پرته نورو ټولو غړو هیوادونو ګډون کړی و.

راپور: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG