د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۸

په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق په اړه د بشري حقونو د کمیسیون اندېښنې


د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون په هیواد کې انسانانو د قاچاق د لاملونو د موندلو په هدف یوه څیړنه کړې. چې د هیواد په شلو ولایتونو کې په شپږو میاشتو کې شوې ویل شوي، چې د انسانانو د قاچاق قربانیان تر ډیره ښځې او ماشومان دي.

د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د دې څیړنې له مخې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د انساني قاچاق څلور سووه اووه پنځوس پیښې ثبت شوي.

د دې کمسیون د معلوماتو له مخې دا څیړنه د هیواد په شلو ولایتونو کې، چې اکثره یې سرحدي دې په شپږو میاشتو کې بشپړه شوې.

د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د ښځو د حقوقو کمیشنرې ثریا صبح رنګ د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د انساني قاچاق د مواردو زیات قربانیان ښځي او انجونې دي.

میرمن صبح رنګ وویل، چې دا ښځې او ماشومان له هیواده بهر قاچاقیږي او د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ جنسي ګټه ورځنې اخستل کیږي.

″له دې سربیره، چې نن افغانستان د دې قاچاق یوه منبع ده د انساني قاچاق په لاره کې هم واقع شوې یو او هغه ښځې او ماشومان، چې له ایران او تاجکستان څخه قاچاقیږي د افغانستان له لارې پاکستان او دوبۍ ته استول کیږي.

له دوی نه په شاقه کارونو کې استفاده کیږي، دوی لاس په لاس خرڅیږي او یا هم د انتحاري حملو په څیر په جنګونو کې هم ورځنې کار اخستل کیږي.″

د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون په هیواد کې د انساني قاچاق په روان حالت اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، که دولت د دې ستونزې د هواري لپاره جدي ګام پورته نه کړي، نو ممکن ناوړه حالت رامنځته شي.

د دې کمسیون د چارواکو په وینا په دې څیړنه کې خلکو په افغانستان کې د انساني قاچاق په مواردو کې درې ډلې ښکیلې بللي.

میرمن صبح رنګ دغو ډلو ته په اشارې وایي، چې په انساني قاچاق ښکیل کسان تر ډیره زورواکان، کورني او بهرني جرایم پیشه ډلې او د دولت مخالفې ډلې شاملې دي.

″دغه څلور ځانګړې سپارښتنې، چې د خلکو وې او زمونږ هم دي دادي، چې دولت په خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د انساني قاچاق په برخه کې موجود پروتوکول هم لاسلیک کړي. هیله مند یو، چې له دې لارې به یی مخه ونیسو او ددې ترڅنګ د لوږې او نشه یی توکو او نا امنیو په خلاف مبارزه وکړو.

کمسیون په خپله څیړنه کې په افغانستان کې د انساني قاچاق ځینو لاملونو ته هم اشاره کوي او وایی، چې لوږه بېوزلي، نا امنۍ او جیري ودونه ددې اساسي عوامل جوړوي.

په ورته وخت کې ځینې کتونکي سپارښتنه کوي، چې افغان دولت او نړیوالې ادارې، چې پکې برخه کې کار کوي باید د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
XS
SM
MD
LG