د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

په افغانستان کې د ناروغۍ د تشخیص په برخه کې ستونزې


په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ د ناروغیو سم نه تشخیصیدل د دې لامل ګرځیدلي چې ډیر شمېر ناروغان د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته مخه وکړي.

ناروغان او ناروغ لرونکي وایي، چې په کابل او ولایتونو کې ډیر لابراتوارونه موجود دي چې زیاتې پیسې هم اخلي، خو دوي شکایت کوي چې دا لابراتوارونه معیاري نه دي او نه شي کولای چې ناروغۍ تشخیص کړي.

دغه راز ناروغ لرونکي دا هم وایي، چې د ډیر شمېر معالجو ډاکټرانواو ټکنالوجستانو ترمنځ له مخکې نه داسې معاملې موجودې وې، چې هر ناروغ لابراتوار ته لیږل کیږي د لابراتوار لرونکو له خوا ډاکټرانو ته فیصدي پیسې ورکول کیږي:

که څه هم په تیرو لسو کلونو کې د ناروغیو د تشخیص او درملنې مهم وسایل افغانستان ته راوړل شوي او د رسنیو له لارې یې اعلانونه هم خپریږي خو دا شکایتونه ښیي چې اوس هم په کابل او ولایتونو کې د ناروغیو تشخیص او درملنه لکه څنګه چې لازمه ده نه کیږي او خلک دیته اړ دي چې خپل ناروغان پاکستان، هند، ایران او ان نورو هېوادونو ته ولیږدوي.

لابراتوار لرونکي که څه هم دا ټول انتقادونه، نه مني او خپل کارونه تر ډیره معیاري بولي خو وایي، چې د هېواد په دننه کې د مسلکي او مجربو ټکنالوجستانو د کموالي له امله لابراتوار لرونکي په کمه تنخوا پاکستاني ټکنالوجستان راوستي چې کاري تجربې یې کمې دي.

د کابل د یوه لابراتوار مسوول محب علي هم ورته نظرلري:

"لابراتوارونو ته تر ډیره پاکستانيان راوستل کیږي، چې په کمپیوټري وسایلو ښه بلد نه دي، دغه راز کوم ټکنالوجستان چې نوي فارغیږي هغوي هم په لابراتوارونو کې ګمارل کیږي او هغوي هیڅ کاري تجربه نه لري.

همدا علت دی چې د تشخیص په برخه کې ستونزه شته او خلک خپل ناروغان بهرنیو هېوادنو ته لیږدوي، موږ هڅه کوو چې ښه خدمتونه ترسره کړو".

د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د دولتي روغتونونو تر څنګ په شخصي کلینیکونو کې هم دا مهال د شکر، زیړي، نري رنځ، د ویني د غوړ، کلچر، اندوسکوپي، التراساوند، ایکو او داسې نورو ناروغیو معاینات کیږي، ان په دې وروستیو کې د سټي سکن په څیر عصري طبي وسایل هم راوړل شوي خو ویل کیږي چې د ناروغیو په تشخیص کې ورڅخه سمه ګټه نه پورته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت هم په دولتي او خصوصي برخو کې د لابرتوارونو نیمګړتیاوې مني، د دې وزارت مرستیالې نادرې حیات برهاني د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دولتي او خصوصي تشخیصیه څانګو د معیاري کولولپاره هڅې دوام لري:

"موږ د خصوصي روغتونونو او تشخیصیه څانګو د مقررې د جوړولو په وروستي پړاو کې یو، دا مقرره به تر یوې میاشتې پورې منظوره شي.

په دې مقررې کې ټول معیاري فعالیتونه وړاندیز شوي او دا معلومه شوې چې خصوصي روغتونونه او تشخیصیه څانګې باید څنګه او په کوم معیار فعالیت ولري".

د راپورونو له مخې هر کال میلیونونه ډالره د افغانانو له خوا په پاکستان، هند، ایران او ځینو نورو هېوادونو کې د ناروغیو په تشخیص او درملنې لګول کیږي، ان تیر کال ولسمشر کرزي هم په خپلو څرګندونو کې دې مسالې ته اشاره وکړه او دا یي د افغانانو لپاره یو لوی اقتصادي زیان هم وباله.

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به میلیونونه ډالره د ناروغیو د تشخیص په برخه کې پانګه واچوي او دغه راز د تشخیص او درملنې د خصوصي څانګو د معیاري کولو لپاره به هم له بل هر وخت نه هڅې زیاتې شي.
XS
SM
MD
LG