سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د انتخاباتي لانجې په اړه وروستیو پرمختګونو ته په اشارې د ولسي جرګې په حواله لیکلي، چې د انتخاباتو په نتایجو کې لاس وهونکي به له ملي مقاومت سره مخامخ شي.
ورځپاڼه لیکي:
ولسي جرګې په دې اړه په خپله یوه اعلامیه کې افغان ولسمشر او نورو چارواکو ته دا سپارښتنه هم کړې، چې د ولسي جرګې په اړه دې کمیسیونونه نه جوړوي.
د ورځپاڼې په وینا ولسي جرګې دا غبرګون وروسته له هغې څرګند کړ، چې د جمهوري ریاست له خوا د انتخاباتو د کمیسیون د طرحې د څیړلو لپاره ټاکل شوي پلاوی اعلان وکړ، چې د ځانګړې محکمې پریکړه وروستۍ نه ده او استنافي حالت لري.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د دې اعلامیي په غبرګون کې د ځینو کتونکو نظرونه راخیستي او لیکلي، چې د دې جرګې غړي ملي ملاتړ له ځانه سره نه لري او هیڅ ډول ستونزه نه شي رامنځته کولای.
د ورځپاڼې په وینا که د ولسي جرګې اوسنیو غړو په خلکو کې کوم ملاتړ درلودای نو غږ به یي پورته شوې وای.
ورځپاڼه په خپل وروستي تحلیل کې لیکي:
دا ډول ګواښونه د هغو کسانو له خوا کیږي، چې د ځینو بهرنیو هېوادونو په لمسون کار کوي او هڅه یي دا ده، چې د حکومت او مقننې قوې ترمنځ اختلافات ژور او د جرګې باور زیانمن کړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د جمهوري ریاست له خوا د ټاکل شوي پلاوې د پریکړې په غبرګون کې د ولسي جرګې دریځ راخیستې او لیکلي يي دي، چې دې جرګې دا ځلې د پارلمانونو نړېوالې ټولنې ته یو لیک د استولو پریکړه وکړه.
د ورځپاڼې په وینا په دې لیک کې د موجوده ستونزې د هواري لپاره له دې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه شوې او په کې دا هم ویل شوي، چې افغان ولسمشر نه غواړي، چې د خلکو اراده ومني.
ورځپاڼه لیکي، چې دا لومړې ځل نه دې، چې د ولسي جرګې غړي له نړېوالو ادارو دا ډول غوښتنه کوي، بلکه تر دې مخکې دوي د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته هم یو ورته لیک استولې وو.
د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستاني پوځ د درنو وسلو حملې بله مسئله ده، چې نن بیاهم ځینو ورځپاڼو راخیستې.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هغو هڅو ته کتنه کړې، چې د دې ستونزې د هواري لپاره روانې دي او لیکلي، چې اوس اوس په پیښور کې په دې اړه په یوه درې اړخیزه غونډه کې پراخ بحث وشو.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره ښې پریکړې وشوې، خو ورځپاڼې لیکلي، چې دا ډول پریکړې تل د کاغذ پر مخ پاتې کیږي.
ویسا:
ویسا بیا د دې ستونزې په اړه د پاکستان د ندای ملت خپرونې تبصره راخیستې او په دې ستونزه کې یي د امریکا لاس ښکیل بللې، چې غواړي افغانستان او پاکستان په خپله کې لاس او ګریوان کړي.
که څه هم ورځپاڼې لیکلی، چې دې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکې د پیاوړې کولو لپاره وروستۍ هڅې تر پوښتنې لاندې وړي دي.
افغانستان ټایمز:
افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاستونه څیړلي او د دغه هېواد د ای ایس ای اداره یي تورنه کړې، چې په افغانستان کې نا امنیو ته لمن وهي.
ورځپاڼې خپل نننې کارټون هم همدې مسئلې ته ځانګړې کړې، چې په کې د ای ایس ای لاس ښودلې کیږي، چې افغان ولس د نا امنۍ لمبو ته ټیل وهي.