د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۳

په کابل کې خلک ولې د طالبانو ترانې اوري


که څه هم د طالبانو د رژیم د پرځېدو څخه یوه لسیزه تیریږی، خو اوس هم د هېواد په یو شمېر سیمو او ان په پلازمینه کابل کې د دوي د ترانو انګازې اوریدل کیږی.

دا ترانې که څه هم د کومې راډیو او یا کومې بلې خاصې رسنې له خوا نه خپریږي، خو ځوانان یي له ځانو سره په ګرځنده تیلیفونونو کې اوري او له دې لارې یي نورو مینه والو ته لیږدوي.

دا ترانې چې د طالبانو د ترانو په نوم مشهورې دی، مینه وال یې د دې لپاره هم ډیر دې چې د نورو مسالو تر څنګ، ډیر په مذهبې رنګ سمبالې دی.‎

یو شمېر ځوانان وایي، چې د طالبانو له ترانو په دې هم ډير خوند اخلي او خوښوي یي چې د دوي ویني په جوش، جذبه کې راولي او جنګي احساسات یي راپاروي. ‎

(زما نوم نظر محمد دی، زه د طالبانو له ترانو سره علاقه لرم، ځکه چې ښه خوند کوي او د زړه احساسات ګرده راپورته کوي.

داسې ډیر خلک شته چې د طالبانو غزلی اورې، وایي چې زه جنګ ته لاړ شم او یا جهاد ته ولاړ شم،په دې کې ارمانونه شامل دي.

زما نوم راز محمد دی، ډیر خلک شته چې اوري یې. علاقمندان لري، دا ډول ترانې هغه خلک اوري چې د جهاد سره علاقه لري، هغه خلک جنګي تراني نه اوري چې د جنګ سره یي علاقه نه وي.

ډیر خلک شته، چې په دې ترانو سره، احساسات یي پاریدلي وي او د دې ترانو په اوریدلو سره جنګونو ته ځي.

یو شمېر موټر چلوونکي چې د هېواد لېرې ولسوالیو ته ځي وایي، چې داسې ترانې په سیمه کې د طالبانو له ویرې اوري.

دوي وایي، چې د دې ترانو اوریدل په دوي څه اغیز نه کوي خو وایي د موټر په سورلې یي اغیز کوي او ان د ځانګړېو ترانو د بیا بیا اوریدلو غوښتنې هم کوي:

(زما نوم جان اغا دی، زه دلته راغلی یم او یو کسیټ اخلم، په هغه لین کې چې زه موټر چلووم، نو که طالبان مې ګیر کړي او که دا کسیټ راسره ووینې نو څه راته نه وایي او که چېری د سندرو کسیټ راسره ووینې، نو بیا مې په عذابوي، وهې مې هم، زوروې مې او هر څه راسره کوي.

زما نوم فضل الرحمان دی، زه د کلي د لین ډرایور یم. دلته اوس چون یو ډار موجود دی، نو د دې لپاره موږ دا ترانې اورو، که چیری په لاره کې طالب او یا د طالب په نوم څوک راووځې نو د دې مشکل نه به خلاص یو چې راته ووایي ولی سندرې اوري.

ذاتا په موږ باندې داسې څه خاص تاثیر نه غورځوي، خو بعضې بعضې خلک چې موږ سره په موټر کې وې، تاثیر پرې غورځوي.

د سورلې والا داسې فرمایش هم راکوي چې یاره هلکه هغه فلانی ترانه وغږوه هغه ښه ده.)

یو شمېر نور ځوانان یي بیا د دې لپاره اوري چې د طالبانو په رژیم کې یي اوریدلی. احمد شاه وایي، چې د اوسنې نظام په دوام باور نه لري نو ځکه لا هم د ځان د عادتولو لپاره د طالبانو ترانې اورې:

(که ریښتیا درته ووایم، په دې اوسنې حکومت مې والله که داسې باور راځي چې دا به څنګه وي، نو بس زه غواړم چې هغه عادت مې خراب نه شي او همدا اوس نه او پخوا نه هم دا ترانې اورم او نه غواړم چې د سندرو کسیټونه واورم.

کیدای شي یو وخت طالبان راشي او بیا به سندرې نه پیدا کیږي، نو بیا به څه کوو.

نو همدا ښه ده، چې نورو شیانو ته پام نه کوم او بس همدا ډول ترانې مې چې تر اوسه اوریدلی ،پس له دې به یې هم اورم.)

ځینې نور وایي، چې دا ډول ترانې په دې هم خوښوي چې موسیقې نه لري:

(زما نوم شیر احمد دی، بلی هو زه د طالبانو ترانې اورم، ډیری اورم. د نورو غزلو او سندرو نه مې دا ډول ترانې خوښې دي، ځکه چې سړی دې ته هڅوې چې سنګر ته ولاړ شي.

نور خوند خو نه کوي، خو د انسان اسلامي احساسات راپاروي. د سندرو نه دا ډیری ښې دي.

که د موسیقی سره سندرې څوک واورې نو ګناه به یې هم کړی وي، نو د هغه په ځاې چې دا واوری ډیری ښې دی.)

یو شمېر کارپوهان وایي، چې دا ډول ترانې او نظمونه په عامه خلکو منفي اغیز کوي او په عامه خلکو کې دا ډول نفوذ د دغې ډلی د فعالیتونو د یوې پیاوړې فکري جګړې لوی خوځښت بولي.

یو شمېر نور کتونکي وایي دا چې افغانان مذهبي خلک دي او د طالبانو په ترانو کې غښتلی مذهبي عنصر موجود دی نو ځکه د دوي په ذهنونو ښې لګیږي.

افغان کتونکې اسماعیل یون وایي، چې په ترانو کې د مذهبې عنصر تر څنګ، د نړېوالو پوځونو د تیروتنو او ظلمونو انځور هم ورکول کیږي، چې په خلکو ښه اغیز کوي.

ښاغلی یون زیاتوي چې د دې ډول ترانو اوریدل د ټولنې په جوړښت منفي اغیز لري، او ځوانان ځان وژنې او جګړو ته هڅوي:

(دې کې د جګړی تبلیغ کیږي، د خشونت، قهر او غضب تبلیغ کیږي، نو په دې ډول ځوان نسل چې هغه د احساساتو تابع دی، په هغوي داسې تاثیر کوي چې جګړی ته یې هڅوې.

دا مخکې هم تجربه شوي دي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، دې ترانو د جګړې اساسي کرښې فتحه کولای.

دا داسې معنا ورکوي، لکه مار ته چې بیم غږوي، نو په ځوان نسل باندې هم دغسې تاثیر کوي.

تاثیرات یي په ځوان نسل باندې ډیر زیات دی، چې څوک ځان وژنې ته هڅول کیږي، څوک قتل و قتال ته هڅول کیږي خو د دې تاثیر نتایج بیا د هېواد لپاره په ګټه نه دی.)

کتونکې په دې باور دې چې طالبان د ځوانانو په منځ کې د دا ډول ترانو خپرول، د یوې پراخې تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي.

اسماعیل یون یو ځل بیا:

(طالبان خو رسنۍ نه لري، طالبان راډیو او تلویزیون نه لري، نو دا کسیټ په بازار کې او په عامه ځایونو کې خرڅیږي او انتقال یې ډیر اسانه دی، ډرایوران یې انتقالوي، کله چې لینې موټر د یو ځای نه بل ځای ته ځي، همدا کسیټې غږوي، په بازار او مارکیټ کې پیدا کیږي.

نو د دوي لپاره د تبلیغ تر ټولو موثره وسیله همدا ده چې ترانې ووایي. نو په دې خاطر، د دوي د تبلیغ او پوښښ ساحه ډیره پراخه ده.)

و موغوښتل په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر واخلو، خو له ډیرو هڅو سره سره، د دغه وزارت په نظر اخیستلو کې پاتې راغلو.
XS
SM
MD
LG