د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۱

پټرايوس: د وسلوالو بريدونه کم شوي دي


په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان چې د امريکا د استخباراتي ادارې د نوي مشر په توګه ټاکل شوى، وايي د تېرو پنځو کلونو وضعيت ته په پام سره، د افغان او ناټو ځواکونو په وړاندې د طالبانو حملې په کمېدو دي.

د سخت دريځو وسلوالو له لوري د بريدونو څومره والى، له کليدي مسايلو دي، چې پوځ يې له مخې د افغانستان د نژدې لس کلنې جګړې بريا يا ناکامي ارزوي، چې د امريکا د پوځ له لوري هم ورباندې زيات تمرکز شوى، دغه ځواکونه به په همدې مياشت کې له دې هېواده وتل پيلوي.

جنرال ډېوېډ پټرايوس پرون وويل په مې او جون مياشتو کې د تېر کال د همدغو مياشتو په پرتله، د وسلوالو بريدونه څو فيصده کم شوي او په جولاى کې هم دا کموالى ليدل کېږي.

له هغه پوښتنه وشوه ايا د بريدونو د کمېدو علت افغانستان ته تر ٣٠ زره د زياتو تازه دمه امريکايي سرتېرو لېږل دي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما يې په ٢٠٠٩م کال کې افغانستان ته د لېږلو ژمنه وکړه؟

پټرايوس په ځواب کې زړه نازړه شو ويې ويل:

زه نه غواړم حکم وکړم، خو دا يو مهم پرمختګ دى او موږ دېته اړتيا لرو چې وګورو ايا دا وضعيت دوامدار دى که نه.

بارک اوباما په افغانستان کې د دېره يولک امريکايي عسکرو له جملې په دې کال کې د لسو زرو د ايستلو ژمنه کړې او ٢٣ زره نور به د راروان دوبي په پاى کې له افغانستان څخه ووځي.

پټرايوس وويل د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونه به د عسکرو له کمېدو سره- سره دا وړتيا ولري چې پر وسلوالو خپل فشار ته ادامه ورکړي او له خپلو خوندي مرکزونو يې شاتګ ته اړ کړي.

ډېوېډ پټرايوس به په سپټمبر کې د امريکا د استخباراتي ادارې (سي، اى، اې) مشر شي او دا څرګندونې يې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه په خپل وروستي کنفرانس کې وکړې.
XS
SM
MD
LG