افغان چارواکي وايي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو پر کلیو او بانډو د پاکستاني پوځ له خوا توغندي ويشتل کېږي. د چارواکو په وینا دې حملو تراوسه لسګونه افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.
د دې بریدونو په اړه د زیانمنو سیمو د خلکو، د ولسي جرګې د غړو او د نورو افغانانو له خوا پراخ عکس العملونه وښودل شول. د هېواد د پوځي او امنیتي ادارو چارواکو هم د دې بریدونو په وړاندې ځواب ته چمتووالی وښود، خو افغان ولسمشر په دې اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې په ډاګه وویل چې افغانستان به متقابل ځواب ورنکړي.
په دې برخه کې د افغان چارواکو د پټې خولې پاتې کېدو علت څه دی؟
دا موضوع احمدتکل له افغان کارپوه وحیدمژده سره په مرکه کې څېړلې ده.