ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په ولسي جرګه کې د یو نوي ایتلاف په حواله لیکلي، چې د انتخاباتو دوسیه د کمسیون له خوا تړل شوې او بله هیڅ مرجعې دا حق نه لري، چې په کې کوم بدلون راولي.
ورځپاڼه لیکي، چې دا نوی ایتلاف له قانون څخه ملاتړ بلل کیږي، چې اوس اوس یې خپل کار پیل کړې او تر ډیره د انتخاباتو په وروستیو نتایجو کې د بدلون مخالف دی.
د ورځپاڼې په وینا پدې ایتلاف کې محقق، قانوني، حاجي عبدالظاهر قدیر، وژمه صافۍ، فوزیه کوفي او احمد بهزاد هم شامل دي، چې تر ډیره د ځانګړې محکمې له پریکړو سره مخالفت کوي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا ځینو کتونکو نظرونه راخستي، چې د انتخاباتو د کمسیون په طرحه بحث د قضایه قوې په چارو کې لاس وهنه بولي.
ورځپاڼه لیکي، چې دغه کتونکي د ځانګړې محکمې پریکړه نهایي او په هغې لاس وهنه د قضایه قوې د حیثیت په زیان بولي.
خو ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا دا پوښتنه کړې، چې ایا د انتخاباتو د کمسیون په طرحه د بحث لپاره جوړه شوې کمیټه به روان بحران ته د پای ټکې کیږدي؟
د ورځپاڼې په وینا معترضه کاندیدان، چې یو شمیر یی د ځانګړې محکمې له خوا بریالي اعلان شوي ددې محکمې په پریکړه کې مداخلت نه مني او دوی له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې ددوی له دریځه ملاتړ وکړي.
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه مخ په زیاتیدونکي مخالفتونو ته هم کتنه کړې.
سرنوشت په خپل لومړي مخ کې په امریکا کې د افغان جګړې په اړه مخ په زیاتیدونکو مخالفتونو ته کتنه کړې.
ورځپاڼه لیکي، چې امریکایی سناتوران د افغان جګړې بنسټ غلط بولي او وایی، چې دا جګړه د امریکا له ملي امنیت سره مرسته نشي کولې.
ورځپاڼه لیکي، چې دغه سناتوران په امریکا کې روان اقتصادي حالت ته په پام سره د افغان جګړې په اړه د اوباما له ستراتیژۍ سره هم مخالف دي او هغه ناکامه بولي.
که څه هم ورځپاڼې وړاندې ددې دواړو انتقادونو په اړه زیات جزیات ندي وړاندې کړي، خو لیکلي، چې جمهوریت غوښتونکي او دیموکرات سناتوران دواړه له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو د ژر تر ژره ویستلو غوښتنه کوي.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼه لیکي، چې د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته که د سولې او پخلاینې په برخه کې مناسب ګامونه پورته نشول، نو ممکن هیواد له ځینو جدي ستونزو سره مخامخ شي.
ورځپاڼې وړاندې د ایران او پاکستان سیاستونو ته په اشارې لیکلي، چې دغه هیوادونه به یو ځلې بیا په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په سیالۍ اخته شي.
د ورځپاڼې په وینا ایران او پاکستان همدا اوس د طالبانو او د دولت د ځینو نورو مخالفو وسله والو په ملاتړ سره د خپلو اهدافو لپاره کار کوي.
د ورځپاڼې په باور د کور دننه ځینې کړۍ،چې اوس مهال په دولت کې د فساد لامل بلل کیږي، پدې تمه دي، چې ممکن د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته پر دوی نړیوال فشارونه کم شي او هر څه یی، چې زړه غواړي ترسره یی کړي.
ویسا او ارادې خپلواکو ورځپاڼو هم لیکلي، چې اوباما له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې له ځینو جدي ننګونو سره مخامخ دې.
ددغو ورځپاڼو په وینا امریکایی سناتوران په هیواد کې موجوده اقتصادي حالت ته په پام سره په بیړه د ځواکونو د ویستلو غوښتونکي دي.