د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

پرون بیا د سوریې د ولسمشر پرضد پراخې مظاهرې وشوې


سیاسي فعالان او د بشري حقونو څارونکي وايي، چې د جمعې په ورځ بیا هم د سوريې په حما ښار او ځینو نورو ښارونو کې په زرګونو سوریایانو د بشار الاسد د ریژیم خلاف مظاهرې وکړې.

د حما ښار د د تیرو څو اونیو راهېسې د بشار الاسد پر ضد د سترو مظاهرو شاهد دی. همدا ښار په ۱۹۸۲ کال کې هم د بشار الاسد د پلار له خوا د مظاهرو د سختو زپنو شاهد و.

له بلې خوا، وروسته له هغې چې په سوریه کې د امریکا د متحدو ایالتو سفیر د حما ښار ته سفر وکړ او هلته یې له مظاهره چیانو سره وکتل، سوريې امریکا په خپلو کورنیو چارو کې پر لاس وهنه تورنه کړې ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت حما ته د رابرټ فورډ سفر د خپلې دې ادعا یو ثبوت بللی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ویکټوریا نولانډ ویلي د سوریې چارواکې مخکې له مخکې پر دې سفر خبر و:

″د سوریې حکومت ډیرې ادعاوې کوي، دوی ادعا کوي او وايي، هغه څه چې په دې هیواد کې روان دي بهرنی هڅونکي په کې دي، دوی ادعا کوي چې د ځوانانو جنایي ډلې دا مظاهرې پاروي.

خو دا هغه څه نه دي چې د امریکا سفیر فورډ لیدلي، نوموړي لیدلي چې عام سوریایان په خپل هیواد کې بدلون غواړي او هغه نن وختي ولاړ نو باید روښانه یې کړو، چې دا مساله زموږ سره تړلې نه ده، دا د سوریې د خلکو د حقونو مسله ده.″

له بلې خوا فرانسوي چارواکو هم ویلي، چې په سوریه کې د فرانسې سفیر هم حما ته سفر کړی و.

په عین حال کې عیني شاهدان او سیاسي فعالان وايي، چې د سوریې په مرکز دمشق، حما او ځینو نورو ښارونو کې امنیتي ځواکو لږ تر لږه ۱۴ مظاهره چیانو په ډزو وژلي دي.
XS
SM
MD
LG