د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۳

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان مساله وڅیړله


د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرون غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي سټیفن دی میستورا د غونډې په پرانیستونکې وینا کې په دغه هېواد کې اقتصادي، انکشافي او په ځانګړې ډول د تعلیم او د ښځو د حقونو په برخو کې پرمختګونو ته اشاره وکړه.

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي دا هم وویل چې په وروستیو کې ځان وژونکي بریدونه او دلته هلته حملې زیاتې شوې دي خو له دې سره سره افغان ځواکونه ښه روزل شوې دي او دا وس لري چې امنیتي ستونزو ته اوږه ورکړي.

امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي، په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې او په همدې سازمان کې د افغانستان سفیر د سولې پر خبرو ټینګار وکړ، دوي وویل چې سوله یوازینۍ لاره ده او په دې بهیر کې پرمختګونه هم شوې دي.

د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د امریکا سفیرې سوزان راییس وویل چې د دوه زره څوارلسم میلادی کال تر پایه به افغان ځواکونو ته د افغانستان امنیتي چارې سپارل شوې وي او په جګړې کې به د امریکا ونډه پای ته رسیدلې وي .

میرمن راییس زیاته کړه، چې هغه مهال به امریکا د ملاتړي نقش لري.

په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې امنیت شورا ته په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې واشنګټن به په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي:

«په داسې حال کې چې موږ افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ور سپارلو هڅو ته دوام ورکوو، د دغې ستونزې د هواري لپاره موږ د یوې سیاسي حل لارې د لټولو په برخه کې خپلې هڅې دوه برابره کړې دي، موږ د افغانانو په مشرۍ د افغانانو په منځ کې د طالبانو په ګډون د سولې او روغې جوړې د هڅو ملاتړ کوو»

له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره افغان حکومت د سولې د عالي شورا له لارې هڅې پیل کړې دي، خو د دې شورا د هڅو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړې استازي په وینا ستونزې شته.

دې میستورا امنیت شورا ته پرون په خپله وینا کې وویل، چې د ملګرو ملتو په تور لست کې د یو شمېر داسې طالبانو نومونه شته چې هغوي د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیتوب لري نو د دوي پر سفرونو بندیزونه لګیدلې دي چې په دې ډول دوي نه شي کولای چې بهرنیو هېوادو ته د سولې د خبرو لپاره لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ستونزې د هواري لپاره ملګرو ملتو هڅې پيل کړې دي د امنیت شورا د ترویستانو په تور لست کې یې طالبان له القاعده شبکې بیل کړې دي.

دي میستورا بیا زیاته کړه، چې د سولې په خبرو کې پرمختګونه شوې دي او د افغانستان مساله له دې پرته نه شي هوارېدای:

«په افغانستان کې پوځي حل لاره نه شته، هر څوک دا مني. اوس موږ دې ته اړتیا لرو چې په فعالانه توګه د سیاسي حل لارې په لور روان شو د دې مطلب ملي مصالحه ده.

په دې برخه کې موږ چیرته رسیدلي یوو؟ دا ټولو ته څرګنده ده چې ډير اړیکي ټینګ شوې دي، خو له بده مرغه دا مساله رسنیو ته وتلې ده چې په دې برخه کې ستونزې پیدا کوي، خو ټول د خبرو اترو په اړتیا پوهیدلې دي او موږ داسې نښې تر لاسه کړې دي چې دا اړیکي به ډیر ژر پراخ شي او ټینګ به شي.»

په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلې خبرو ته د بشري حقونو یو شمېر ډلې دا اندیښنه لري چې د طالبانو د رژیم له ماتې راورسته چې کوم فعالیتونه د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره شوې دي هغه د سولې د خبرو قرباني نه شي، خو په ملګرو ملتو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین په دې برخه کې نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ:

«د سولې عالي شورا له طالبانو سره او په سیمه کې له مهمو فعالانو سره د خبرو هڅې پیل کړې دي، څو سوله راشي.

دا هغه هڅې دي چې د ټولنې ټولو برخو د ښځو په ګډون په کې برخه اخیستې ده.»

په ملګرو ملتو کې د افغانستان سفیر د سولې په خبرو کې د پاکستان پر ونډې ټینګار وکړ او ده بل لور ته په وروستیو کې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر لور د بریدونو مساله یاده کړه او د دې حملو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه یې وکړه.
XS
SM
MD
LG