د افغانستان د ښارجوړولو وزارت پلان لري، چې تردوه زره پنځه لسم میلادی کاله پورې، د کابل ښار پنځوس فیصده اوسیدونکو ته د څښاک اوبه ورسوي. حال دا چې اوسمهال د ښار کابو دېرش فیصدو خلکو ته پاکې اوبه رسیدلي دي.
د دې هڅو په لړ کې د چهار شنبی په ورځ د افغانستان د ښارجوړولو د وزیر او د دو کمپنیو ترمنځ یوتړون لاسلیک شو.
د ښار جوړولو سرپرست وزیر سلطان حسین حصاري وویل، د دې پروژې له پلي کېدو سره به د ښار لسګونوزرو نورو کورنیو ته هم د څښاک اوبه ورسیږي:
″د دې تړون پر لاسلیک کېدو د دې زمینه برابریږي، چې د کابل ښاریانو د غوښتنو یوه بله برخه هم پوره شي. د دې پروژې پلي کېدل به د کابل ښار هغو سیمو ته اوبه ورسوي چې نفوس او ضرورت یې زیات دي.″
ښاغلي حصاري وویل، د دې پروژې لګښت څه باندې پنځه ویشت میلیونه ډالره اټکل شوی او د جرمني د اقتصادي همکاریو اداره حاضره شوې ده، چې پرغاړه یې واخلي.
یاده پروژه به په دوو کلونو کې د فیفر او ممتاز د کمپنیو له خوا بشپړه او د خوشحال مینې، ده نو، پروان مینې، رحمن مینې او دیوان بیګي سیمو ته پاکې اوبه ورسوي.
د دې هڅو سره سره خلک اوس هم د پاکو اوبو له کموالی شکایت کوي. د کابل ښار اوسیدونکی وایي:
″د کابل ښار په ډیرو سیمو کې اوبه کمی دي، په نلونو کې په نوبت سره اوبه راځي کله کله ټوله ورځ هم نه راځي، په ځینو سیمو اوبه ښه کېفیت نه لري، هیله ده دولت ورته پام وکړي.″
ښاغلي حصاري وویل، اوسمهال د کابل د ښار کابو دېرش فیصده اوسیدونکې، له ښار څخه بهر شل فیصده او د لیرې پرتو سیمو یوولس فیصده اوسیدونکي له پاکو اوبو ګټه اخلي.
سربیره د څښاک د اوبو د کموالي پرستونزه، د هېواد اکثره بزګر هم د اوبو د کمښت ستونزه ژاړي.
خو افغان حکومت وایي، د دې ستونزې اواري ته څو سکتوري وزارتونو پلانونه ترتیب او هڅې کوي، ستونزه د پراختیا په څو مرحلو کې کمه کړي.
راپور: خان محمد سیند