لاس انجلس ټایمز:
لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې چې د سرک د غاړي ماینونه ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړوي) یوه مقاله خپره کړي چې په کې راغلي.
په داسې حال کې چې د اوړي په ګرمېدو سره په افغانستان کې د جګړې میدان هم تود شوی د ملکي وګړو ژوند ته د سرک د غاړو ماینونو یو لوی ګواښ مخامخ کړی دی.
د ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې په هرو ۴۸ ساعتونو کې درې ملکیان د دغو ماینونو په نتیجه کې وژل کیږي.
لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه وايي، د افغان دولت وسله وال مخالفان د سرک د غاړي ماینونه د افغان او نړېوالو ځواکونو پر ضد خپله غوره وسله ګڼي خو د دغو ماینونو زیاتره قربانیان بیا د افغانستان ملکي وګړي دي.
ورځپاڼې په دې لړ کې په زابل ولایت کې وروستۍ پېښې ته کتنه کړې او لیکي چې د ملکي کسانو پر یوه موټر د سرک د غاړې د ماین د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون دیارلس کسان ووژل شوه.
د مقالې د لیکونکي په وینا د تیرې جمعې په شپه هم د قندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې دوو ماینونو چې یو بل ته نژدې ښخ شوي وو څلور ملکیان ووژل .
لاس اینجلس ټایمز وړاندې لیکي:
په زابل او کندهار کې د شوو چاودونو څخه دمخه په نیمروز ولایت کې د سرک د غاړې یو ماین وچاودید چې دغلته يې هم دیارلس ملکي وګړي ووژل.
د ورځپاڼې په وینا په داسې حال چې په افغانستان کې تاوتریخوالۍ او جګړه پراخه شوې ده په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو اندازه هم مخ په زیاتیدو ده.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه بیا د منځني اسیا له لارې په افغانستان کې پرتو نړېوالو ځواکونو ته د اکمالاتو د پراخېدو موضوع راخیستې.
ورځپاڼه وايي، واشنګټن ویره لري چې له پاکستان سره په اړیکو وروستۍ بحران به په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو اکمالاتي کتارونو ته ور پېښ خطر لا پسې زیات کړي.
د واشنګټن پوسټ په وینا متحده ایالاتو په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته نوي په سلو کې اکمالات د کراچۍ د بندر له لارې کړي دي.
دا مهال د دغو اکمالاتو څلویښت په سلو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې افغانستان ته د ریل ګاډو په واسطه استول کیږي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې امریکا له قزاقستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره خبرې کوي څو د دغو هېوادونو له لارې په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو ته زیاتره اکمالات ترسره شي.