د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبره دغو پنځو خصوصي امنیتي کمپنیو په لوړ پوړو افغان چارواکو پورې اړه درلوده.
که څه هم چارواکو د کوم لوړ پوړي دولتي کس نوم یاد نه کړ، خو د راپورونو پر اساس، چې د ولسمشر کرزي د مرستیالانو په ګډون ځیني وزیران هم شخصي امنیتي کمپنۍ لري.
د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ سره د مبارزې د ریاست مرستیال عبدالرزاق امیري د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه 5 کمپنۍ نور د کار کولو حق نه لري او له دغو کمپنیو څخه یې د کار جواز او 457 میله وسلې هم اخیستي دي:
“دغه شپږ کمپنۍ چې په لوړ پوړو دولتي چارواکو یې اړه درلوده، په ټولیزه توګه د 5 فعالیت یې ختم شو، نور دوي د فعالیت حق نه لري، صرف یوه کمپنۍ پاتې ده چې د هغې نتیجه هم نن معلومیږي او حاضره ده.
دغه کمپنۍ قانوني وې فعالیت یې هم قانوني وو، یوازې په دې خاطر بندې شوې چې ګواکې په لوړ پوړو چارواکو یې اړه درلوده”
د افغان ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره سم په افغانستان کې شا او خوا 60 کورنیو او بهرنیو شخصي امنیتي کمپنیو په کار پیل کړی، چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې کې 28 کمپنۍ په بهرنیانو اړه لري.
دغه کمپنۍ په افغانستان کې د سفارتونو، ډیپلوماټیکو دفترونو، بانکونو او نورو مهمو موسېسو ساتنه کوي.
خو اوس د کورنیو چارو وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو شخصي امنیتي کمپنیو ته خبردارۍ ورکړ، چې د روان لمریز کال تر پایه د دې وزارت د عامه نظم د ریاست په چوکاټ کې خپل فعالیتون تنظیم کړي.
ښاغلي امیري وايي، چې پاتې 45 کمپنۍ به د دې ریاست له اصولو سره سم کار کوي او خپل سري کارونه نه شي کولای:
“په ټولیز ډول 45 کمپنۍ د وري له دوهمې څخه د روان کال د کب تر 28 پورې، چې زموږ د عامه ساتنې ریاست پر خپلو پښو دریږي، دې ریاست ته انتقالیږي او په دې چوکاټ کې فعالیت کولای شي نه پر خپل سر.”
همدا رنګه د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له یادو 45 کمپنیو څخه یې 28 خپل مالي او اداري حسابونه او اسناد بشپړ کړي او له پاتې نورو څخه یې وغوښته، چې ژر تر ژره خپل حسابونه ورکړي.
ولسمشر حامد کرزي د شخصي امنیتي کمپنیو د لغوه کېدو غوښتنه د 2010 کال په اګسټ کې له بهرنیانو څخه وکړه، چې د ښاغلي کرزي په خبره دغه کمپنۍ په افغانستان کې ملي ګټو او حاکمیت ته درناوی نه لري.
د کورنیو چارو وزارت دا هم وویل، چې د کورنیو شخصي امنیتي کمپنیو ټول کار کوونکي د پولیسو په لیکو کې جذبوي.
معصوم میوند- کابل