د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

ابدالي:له طالبانو سره تماس به زموږ له راتلونکې غونډې مخکې ترسره شي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، چې له پاکستان سره د سولې د دوه اړخیز کمیسیون په غونډه کې پریکړه کړې، چې د پاکستان همکاري له هغو طالب مشرانو سره تماسونه ونیولې شي، چې په دغه هېواد کې اوسیږي.

د ملي امنیت د شورا مرستیال شیدا محمد ابدالي له ازادۍ رادیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې تمه ده له طالبانو سره دا تماس د دوي له راتلونکې غونډې مخکې ترسره شي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې، چې د اوریدو لپاره يي د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د اوریدو بلنه درکوو.
XS
SM
MD
LG