د میوند د تاريخي جګړې د فاتح سردار محمد ایوب خان مزار چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ناڅرګندو کسانو له خوا تخریب شوی لا هم وران ویجاړ پروت دی.
د نوموړي مقبره چې د پيښور ښار جنوب لور ته د وزیر باغ په نوم تاريخي بڼ ته نژدې د درانیانو په هدیره کې د شيخ حبیب د زیارت په محوطه کې موقعیت لري د ناڅرګندو کسانو له خوا تخریب شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د تقریباً دوو بسوو په دې محوطه کې چې شاوخوا ترې د پخو خښتو دوه متره لوړ دیوال چاپير دی د غازي محمدايوب خان ترڅنګ د هغه د مور بي بي، سردار محمد ابراهیم خان، سردار جلال الدین خان، ابن علي خان او د یوه پخواني صوفي شخصیت شيخ حبیب څو متره اوږد، پلن او لوړ قبر هم موقعیت لري.
د دغه ملي اتل مقبره چې د هغه د زوی له خوا د امير عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال له سپینو مرمرينو ګاڼو نه په اساسي توګه جوړه شوې وه او کلونه وړاندې یې ځینې برخو ته زیان اوښتی و، چې د وخت په تیریدو سره یې ډیری برخې لاپسې زیانمنې شوې وې.
اووه کاله وړاندې د افغانستان دولت یوارې بیا دغه مقبرې له نوي سره ترمیم او شاوخوا یې ترې پوخ دیوال چاپيره کړ.
خو د تیر ۲۰۱۰ میلادي کال په لومړېو کې په پيښور کې د افغانستان کلتوري اتشې ظاهر جان بابري یوارې بیا د ناڅرګندو کسانو له خوا د دې مقبرو د بیا تخریب خبر ورکړ.
هغه مهال له نښو نښانو ښکارېده چې دا مقبرې څو میاشتې وړاندې زیانمنې شوي.
څه موده وروسته یانې د ۲۰۱۰ کال د مۍ پر ۲۶ نوموړي له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، چې دا موضوع یې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي سره شريکه کړې او رسماً یې ورته شکایت کړی.
ددی فاتح د مزار عکسونه دلته لیدلای شئ
نوموړي دا هم وویل، چې اعلی وزیر د غازي محمد ایوب خان او د هغه د کورنۍ د نورو غړېو د مقبرو چې په همدې محوطه کې موجودې دي د زر تر زره بیا رغونې او هم د څو تنو ساتونکیو د ګومارلو ژومنه کړې وه.
په داسې حال کې چې د اعلی وزیر له دې ژمنې شاوخوا دیارلس میاشتې تیریږي نه یواځې دا چې دبیا رغونې چارې یې نه دي پیل شوي بلکې د لا تخریب څخه یې هم مخنیوی نه دی شوی.
په دې موده کې ټولو په ځانګړې توګه د سردار محمد ایوب خان مقبرې ته د پام وړ زیان اوښتی، تاريخي ډبر لیکونه یې غلا شوي، شاوخوا مرمرينې زينتي کټارې یې ماتې دي او د یوې مخروبې په شان ښکاري.
خو دا قبرونه په سیلاو یا زلزله کې نه بلکې د ناڅرګندو کسانو له خوا په لوی لاس ویجاړ شوي.
په پيښور کې د افغانستان فرهنګي اتشه پروين ملال چې په دې وروستیو کې پر دې دنده ګومارل شوې د خپل دفتر د اسنادو پر استناد وايي چې د دې څانګې پخواني مشر شاوخوا یونیم کال وړاندې د اطلاعات و فرهنګ وزارت ته یو مکتوب لیږلی او له موضوع یې خبر کړي بیا نو ترننه چا ددې خبرې غم ندی خوړلی.
نوموړې د خپل دفتر د اسناد له مخې وايي، فرهنګي اتشې یونیم کال وړاندې په دې هکله کابل ته یو مکتوب ليږلی او دیارلس میاشتې وړاندې یې یواځې یوځل د خیبر پښتونخوا له حکومت سره پرې خبرې کړي او له هغه وروسته د کونسلګرۍ مقاماتو دا موضوع هیڅ نه ده تعقیب کړې.
نوموړې وايي، څو ورځې وړاندې یې په دې هکله د اطلاعات و فرهنګ وزارت ته بشپړ راپور لیږلی او همدا چې له مرکزه احکامات ترلاسه کړي بیا به د پيښتونخوا له حکومت سره پرې خبرې وکړي .
د ميوند فاتح غازي محمد ايوب خان د امير شېرعلي خان زوی و، چې د ۱۹۱۴ ميلادي کال د اپريل پر ۷مه نېټه په پېښور کې وفات او په وزيرباغ سيمه کې د شېخ حبيب زيارته په احاطه کې خاورو ته وسپارل شو.
د دې ملي اتل مقبره په ۱۳۸۳ لمريز کال په پيښور کې د افغاستان د کلتوري اتشې په وړانديز د اطلاعات و فرهنګ وزارت له لوري په اساسي ډول ورغول شوه خو له بده مرغه چې تر هغه وروسته یې د ساتنې لپاره هیڅ اقدامات ونشول، نه یواځې دا بلکې له دې هم نه وو خبر چې د سردار محمد ایوب خان او د هغه د کورنۍ د غړېو مقبرې یوارې بیا تخریب شوي.