د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

ځیني هېوادونه هڅه کوي افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت سپارل له خنډ سره مخ کړي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په بهیر او په دې برخه کې په شتو ستونزو بحثونه کړي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر پلانونه نهایی شوي او اټکل کیږي، چې دا بهیر په راتلونکو دوو اونیو کې پیل شي.

خو ورځپاڼې وړاندې د امنیتي چارواکو په حواله دا هم لیکلي، چې ځینې هیوادونه او کړۍ هڅه کوي، چې دا بهیر له ناکامۍ سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه په کابل کې انټر کانټیننټل هوټل باندې شوې حمله هم ددغو هڅو یوه برخه بولي، خو د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د کمسیون مشر بیا ددې بهیر د پلې کولو په وړاندې دا ډول حملې کم ارزښته بللي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا ددې بهیر په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې راخستي او په غټو ټکو سره یی لیکلی، چې هیڅ شۍ ددې بهیر د پلې کولو په وړاندې خنډ نشي ګرځیدای.

د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد د بهیر په اړه د جوړ شوې دوه ورځني کانفرانس ګډون کوونکو ته ویویل، چې ددې بهیر بریالي کول د هر افغان دنده ده.

ورځپاڼه لیکي، چې پدې دوه ورځني کانفرانس د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر په اړه ټولې خبرې بین الافغاني وې او پکې د شتو ستونزو د تشخیص په اړه خبرې وشوې.

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا دا بهیر د افغانانو په وړاندې یو ستر ازمیښت بللې او لیکلي، چې نړیوالې ټولنې دا بهیر وروسته له هغې ومانه، چې په افغانستان کې د ستونزو په هواري کې پاتې راغلل.

ورځپاڼه لیکي، چې دا اوس د افغان حکومت او خلکو دنده ده، چې په هیواد کې ددې بهیر د بریالیتوب لپاره په یو موټي ډول هڅه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د انتقال د بهیر د بریالیتوب لپاره پکار ده، چې د امنیتي ځواکونو ستونزې هوارې شي، د فساد مخه ونیولې شي او په حکومتدارۍ کې پراخ اصلاحات پلې شي.

د کابل بانک د روان مالي بحران په اړه وروستي پرمختګونه بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم پرې پراخ بحثونه کړي.

سرنوشت د خپل لومړي مخ غټ سرلیک کې لیکلي، چې د کابل بانک د پخواني مشر کورنۍ ته بریتانیی پناه ورکړې.

د ورځپاڼې په وینا له دې بانک څخه په غیر قانوني ډول ایستل شوې پیسې هم د بریتانیی، فرانسې او دوبۍ په بانکونو کې ایښودل شوي.

خو ویسا بیا لیکلی، چې د کابل بانک په دیوالیه کیدو کې امریکا لاس لري او همدا وجه ده، چې عبدالقدیر فطرت ته یی پناه هم ورکړې.

د ورځپاڼې په وینا امریکا له تیرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان بانک کې د مالي استخباراتو په نامه یوه اداره پرانستې خو دې ادارې تر وروستۍ شیبې پورې و نه ویل، چې کابل بانک خپلې پیسې له هیواده بهر وباسي.
XS
SM
MD
LG